The news is by your side.

ملا حسن اخوند ته د ښځو حقوق پېژنې؟

خبريال وېبپاڼه: بل آخره له درې میاشتني ځنډ وروسته د تالبانو لمړي وزیر ملا حسن اخوند سقوت مات کړ او خپله تاریخي‌ وینا یې د افغانستان ولس ته واوروله؛ هغه وینا چې ښايي د یوه کلیوال ملا خبرې وې چې داافغان ملت ته یې واورولې.
د ملا حسن اخوند وینا کې د ولس لپاره څه نه وو خو ما د ځان او افغان مېرمنو لپاره توحین او سپکاوی پکې احساس کړ او په ځواب کې یې د یوې افغانې په صفت دا څو جملې ستاسو په وړاندي ږدم.

ښاغلې ملا حسن اخوند!
تاسو یا بې خبره یاست او یا نه پوهېږئ چې د تېر حکومت په دوران کې کارکونکو ښځو ته مو سپکاوی وکړ او هغوی ته مو داسي ټکي وکارول چې د یوه هیواد د لمړي وزیر څه چې د مسجد له امام سره هم نه ښايي.

ما په تېر نظام کې زدکړې کړې دي‌او په تېر نظام کې مې کار کړی دی؛خو له حکومت او حکومتي ادارې سره مې کار نه دی کړی؛ البته ډېری ملګرې مې په دولتي‌ادارو کې وې چې هم پاک لمنې وې او هم چا د ځورولو جراعت نشوای کولای.
مولوي صیب تاسو خو وایاست چې تاسو افغان مېرمنو ته د عزت؛ پټ او قدر په سترګه کتلي دي؛ ایا تاسو خبریاست چې ستاسو د نظام په راتګ سره څومره افغان مېرمنې بې پته شوې؟‌
د پاکستان په بیلا بیلو ښارونو کې ډېری مجبوره افغان مېرمنې په مجبوري د بې پتۍ ژوند کوي.
د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته کډوالې شوې؛ داسي‌هیوادونو ته چې هلته هره یوه ملا حسن اخوند ستاسو په څېر ګنګۍ ده او په ځايي ژبه نه پوهېږي؛ البته ستاسو او د هغوی فرق دادی چې هغوی غواړي خبرې وکړي کولای یې نشي او ستاسو خبرې زده نه دي چې ویې کړئ.

ملا حسن اخوند تاسو په تېر نظام کې د ښځو سره د ناسم چلند او د هغوی د نه امنیت خبره کوئ؛ نو هغه وخت خو ښځې تاسو وژلې؛ تاسو ګواښلې او تاسو ځورولې؛ اوس چې تاسو له دې ځورونو لاس اخیستی دا امنیت نه دی.‌
امنیت کې ډوډۍ؛ عزت ساتل؛ کار ؛ زدکړې او ورته ډېر څه راځي چې له بده مرغه تاسو ددې شیانو په اهمیت نه پوهېږئ.

ښاغلې ملا حسن!
زه ستاسو د لور یا شاید لمسۍ پر ځای وه اوسم خو شکر ستاسو لور نه یم؛ که زه ستاسو لور وای نن به مې دا څو کرښې نشوای درته لیکلای.‌

ښاغلې لمړی وزیره!
تاسو اسلامي‌او شرعي حقوق څه ته وایاست؟ زما د هیواد ښځې لوڼه او زامن پلوري‌او د نورو ګېډه ورباندي مړوي ایا دا شرعي‌او اسلامي ‌حقوق دي چې تا موږ ته راکړي ‌دي؟
لیکنه مې اوږدېږي‌ کنه داسي ‌ګڼ مثالونه شته دي‌چې ستاسو په وړاندي یې کښېږدم‌.‌

ایا تاسو ویلای شئ چې په تېرو حکومتونو کې ډېري ښځې وژل شوې دي که ستاسو په حکومت کې؟‌
ځواب به زه درکړم: ستاسو په حکومت کې ډېري ښځې وژل شوې دي؛ او که په تېرو جمهوري حکومتونو کې ښځې وژل شوې هم وي نو تاسو وژلې دي؛ستاسو په ځانمرګو بریدونو؛بمي چاودنو کې ژوند له لاسه ورکړی؛ که چېرته نړۍ والو ځواکونو یا هم د امریکایانو په بریدونو کې وژل شوې وي د هغوی د وژلو مسئولیت هم ستاسو دی؛ ځکه ستاسو دی چې تاسوپخپله وینا کې منئ چې تاسو د خلکو د کورونو په شخصي ‌حریمونو ورننوتلاست؛‌د خلکو کورونه مو د امنیتي پوستو په څېر کارول.‌

ملا حسن اخوند زما په خبرو مه خفه کېږه پر خپلو خبرو بخښنه وغواړه؛ځکه دا خبرې چې تاسو وکړې دا د افغان ښځو سپکاوی دی؛ تاسو افغان مېرمنو ته په ډېره ټیټه سترګه وکتل؛ که په خدای(ج) عقیده لرئ د خدای پاک کلام قرآن مجید ته لاړشئ او د هغه کتاب مطابق موږ ته درناوی راکړئ او موږ ته د زدکړو؛ کار او ژوند حق راکړئ؛ تاسو په جمهوریت عقیده نه لرئ؛ خیر دی موږ ته جمهوري ‌حق مه راکوئ خو اسلامي حقوق مه رانه اخلئ.

ښاغلې لمړی وزیره!
زه په ډاډ درته ویلای شم چې ستاسو په حکومت کې ښځې د وجود پلورلو؛ د کور د سامان پلورلو؛ د اولادونو پلورلو او نورو سختو پرېکړو ته مجبوره شوې دي؛ تېر حکومتونه داسي‌نه وو. هیله ده چې خپل مسئولیت ومنئ او هغه ښځې چې پر کورونو ناستې دي او ضرورتونه لري پر کورونو معاش ورکړئ؛ له کورنو د کار زمینه ورته برابره کړئ؛ په کورونو کې زدکړې ورکړئ؛ پارونې مه کوئ؛ پارونې جانبي عواقب لري؛ عقدې ځېږوي او عقدې غچ اخیستلو ته لارې هواروي؛ زما هیڅکله نه ربلیږي چې سبا یو بل څوک تاسو ته دا پېغور درکړي چې لوڼه او مېرمنې مو په پاکستان کې پرې ایښي دي او تاسو په کابل کې ستاسو په وینا په (بنګلو) ماڼیو کې ژوند کوئ.‌
درنښت
لیکواله:‌آمنه وردګ

Comments are closed.