The news is by your side.

د صدراعظم ادعاوې او نصيحتونه څومره واقع بين و؟

خبريال وېبپاڼه: د اوږده سقوط وروسته او په ټولنيزو رسنيو کې د پرلپسې غوښتنو وروسته چې خلکو کولې او یایې نیوکې کولې چې داسې يو صدراعظم د افغانستان ملت ته خدای ورکړی چې تراوسه یې يوه خبر نه ده ترې اورېدلې پرون تا لبانو پرېکړه وکړه چې د ملا حسن اخوند یوه صوتي بيان نشر کړي.

نوموړي په خپل ټوله وينا کې زيات ټينګار په شکر کاوه او خلک یې شکر ته رابلل، د ښځو د حقوقو په هکله یې هم وويل چې دوی بهترین حقوق ښځو ته ورکړي، تعليم یې دوه برخې وباله شرعي علوم یې فرض نور کې امکان و نو زده کړه یې مناسبه وبلله، په دې ليکنه کې د ملا حسن اخوند وينا یو څه سپړو او د حالاتو او منطق په تله کې یې سره تلو.

په دې کې شک نشته چې د افغانانو له سره خدای يو ظالم حکومت لرې کړ، داسې يو حکومت چې د خلکو وينې یې زبېښلې، د خپلو خواهشاتو د پوره کولو لپاره تیار و چې د افغانستان ولس په اور کې وسوځوو.

د امنيت په برخه کې د ملا حسن اخوند ادعا پوره حقيقت نه تمثيل کوي، پخوا امنيت د تا، لبانو او حکومت د جګړې له کبله خراب و، تا، لبانو حکومت ونیوه جګړه اوس تا، لبان د چاسره وکړی، اوس تا، لبان ځانمرګي بریدونه نکوي، د ښار په زړه کې د بمونو ډک ټانکر نه الوزوي نو په ښارونو کې امنيت دی، همدارنګه په کلیو کې اوس چاپې نشته بمبارۍ نشته هلته هم امنيت دی.

د ښځو حقوق یوازې په دې له مخې لرې کول چې څوک په بده سترګه نه ورته ګوري ناسم کار دی، پخوا هم په ښکاره چا ښځو ته په بده سترګه نه کتل، اوس هم نه ګوري، هو له بده مرغه چې د ډیری افغانانو هغه خبیث نظر اوس هم په ښځو شته دی، اوس هم په ښار کې افغان نارينه همغسې غټ غټ د خلکو ښځو او لوڼو ته ګوري، که موخه د حکومت د ننه د ښځو ناموس ته په بده کتل وي بيا سمه ده پخوا حکومتی چارواکو د حکومت دننه ښځو ته په بده سترګه کتل او نور دا ډول فحشا یې ورسره کوله چې اوس او پخوا هم حکومتي چارواکي ورباندې يو بل تورنوي، دا سمه ده چې تا، لبان دا کار نکوي، که دوی دا لاسته راوړنه بولي نو ددوی کار دی.

پلویان یې نن سبا وايی چې ملا حسن اخوند خلکو ته د دروغو ژمنې ورنکړې او پاپولزمي وینا یې ونکړه، دا خبره سمه ده‌ مګر هغه هغه څه هم‌ونکړل چې د یو د رهبر مسولیت دی، خلک په دې ښه پوهیږي چې روزي رسان خدای دی، تکرار خبرې به کوم مشکل حل کړي، حکومت پوره امکانات لري او د خپل توان څخه په ګټه اخيستنې باید د افغانستان اقتصادي ستونزې د نړیوالو سره د بریالۍ دیپلوماسۍ له لارې حل کړي او د ځايي تولیداتو څخه ملاتړ وکړي، ملا حسن اخوند خلکو ته د بغارو د سپارښتنې په ځای ویلی شوی چې حکومت پخپل ټول توان د اقتصادي رغونې هڅه‌ کوي او ان شاء الله بريالي به شي.

ليکوال سيد جمال ابراهیمي

Comments are closed.

koi finance