The news is by your side.

د ایران ولسمشر په افغانستان کې د امريکا د ورانونکي پلان خبر ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د ایران ولسمشر په افغانستان کې د امريکا د ورانونکي پلان خبر ورکړ. په ترکمنستان کې د اکو هېوادونو په غونډه کې ګډون کوونکي د ايران ولسمشر سيد ابراهيم ريسي وويل چې امريکا پلان لري په افغانستان کې دداعش په واسطه نا امني رامنځته کړي. د ايران ولسمشر په دې غونډه کې د بېلابيلو هېوادونو د ولسمشرانو سره پخپله ليدنه کې تکرار کړه.

نوموړي همدارنګه د پاکستان، ترکیې او ترکمنستان د مشرانو سره پخپله ليدنه کې وويل چې ايران په افغانستان کې دداسې يو ټول شموله حکومت ملاتړ کوي چې د افغانستان ټول خلک او قومونه پکې خپل ځان وويني، نوموړي د اردوغان سره په خپله ليدنه کې وويل: ايران دداسې يو حکومت څخه په افغانستان کې ملاتړ کوي چې ټول قومونه، ډلې، د ټولنې بېلابېلو افشار پکې خپل ځان او استازي وويني.

هغه د سیمې د ستونزو په هکله وويل چې ايران ددې طرفدار دی چې د سیمې ستونزې د سیمې د هېوادونو له لوري حل شي، د ريسی په خبره که پردي د سیمې په مسلو کې داخېل شي نه يوازې چې د ستونزو په حل کې به مرسته ونکړي بلکې د مشکلاتو حل کول به نور هم ستونزمن کړي.

ريسي د پاکستان د ولسمشر عارف علوی سره په خبرو کې په همدې مسله ټینګار وکړ او ویې ویل چې د مظلومو ملتونو څخه په ځانګړي ډول د افغانستان د مظلوم ملت څخه ملاتړ پکار دی، نوموړي زياته کړه چې په افغانستان کې د پردیو شل کلن حضور نه یوازې چې مشکلات حل نکړل بلکې نا امني، وژنې، چور او ظلم یې زیات کړ.

د ايران ولسمشر وویل چې په افغانستان کې د امريکا د وحشت پايله داده چې همدا اوس په ايران کې په ميليونونو افغان کډوال مېشت دي، ده وويل چې د محدويتونو سره سره یې د افغانستان د کډوالو څخه لکه د ايرانيانو داسې ملاتړ کړی دی.

Comments are closed.