The news is by your side.

د تا، لبانو نه حل کېدونکی مشکل: دا ځل یې د اروپایې ټولنې مرسته وغوښته

خبريال وېبپاڼه: د اروپايي ټولنې د بهرنيو خدمتونو دفتر اعلان کړی دی چې تا، لبانو ورڅخه د کابل د هوايي ډګر د فعال‌ ساتلو په برخه کې د همکارۍ غوښتنه کړې ده، دغه غوښتنه تا، لبانو په دوحه کې د اروپايي ټولنې د ځينو چارواکو سره په خبرو کې کړې ده.

په دوحه کې د تا، لبانو د‌ استازو، د اروپايي ټولنې د استازو او د امريکا د استازو ترمنځ خبرې روانې دي، دا خبرې به دوه اونۍ دوام وکړي. د اروپایي ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې د تا، لبانو سره خبرې ددوی د رسمیت پیژندلو په مانا نه دي بلکې دا خبرې د افغانستان د خلکو او د اروپايي ټولنې د ګټو لپاره ترسره کیږي.

د اروپایي ټولنې له لوري په خپره شوې اعلامیه کې د عفوې په هکله هم ځینې ټکي راغلي دي، په دې اعلاميه کې راغلي چې تا، لبانو ورسره ژمنه کړې ده چې دوی به هغه کسان بخښي چې په تېرو شلو کلونو کې یې د امريکايانو او اروپايانو سره کار کړی دی، په اعلامیه کې وړاندې راغلي چې همدارنګه تا، لبانو ورڅخه غوښتنه کړې ده چې د کابل هوايي ډګر فعال وساتل شي.

په دې اعلاميه کې د مرستې جزیات نه دي خپاره شوي او په عين حال کې تراوسه پورې په دې اړوند تا، لبانو هم څه نه دي ويلي، د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د ترکېې له لوري د کابل د هوايي ډګر د فعال ساتلو لپاره د تا، لبانو سره اوږده مذاکرات شوي و خو دا چې ترکي لوري د خپل کسانو لپاره د پوځي کسانو د حضور غوښتنه کول نو دې مذاکراتو پايله ورنکړه.

تېره ورځ داسې خبرونه هم خپاره شول چې تا، لبان او عربي متحده امارات هم د کابل د هوايي ډګر د چارو په هکله سره غږېدلي دي، تر دې وړاندې د تېر حکومت په مهال هم د کابل هوايي ډګر چارې د اماراتو شرکت له لوري پر مخ وړل کېدې.

Comments are closed.