fbpx

   پاکستان د منظور پښتين مضمون له نيويارک ټايمز ورځپاڼې هم ليرې کړى

پرون د فبرورۍ پر ۱۱ مه نېټه د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د منظور پښتین مضمون خپور کړی وو، چې سرلیک یې وو (پوځ وایي پښتانه غداران دي. موږ یواځې خپل حق غواړو) او دا لومړی ځل وو چې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر مضمون ته په یوه نړیواله ورځپاڼه کې ځای ورکړل شوی وو.

کله چې په پاکستان کې پښتنو له ډلې یو ځوان د  نقیب الله مسعود په نوم په  بې رحمانه ډول د پاکستاني پوځیانو له لورې ووژل شو له هغې ورځې وروسته د پښتون ژغورنې غورځنګ رامنځته شو چې  د دې غورځنګ مشري د پیل څخه تر اوسه پورې د منظور پښتین په غاړه ده چې په یوه کال کې په پاکستان کې انقلابونه رامنځته کړ او پنجابی ریاست یې پر خپلو کړنو پښېمانه کړ.

داچې د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه کال کې ډېر پرمختګ وکړ او ستر ستر احتجاجونه یې د پنجاب پر ضد وکړ د هر پښتون د هرې پښتنې حق یې له پاکستاني دولت څخه وغوښت او په پاکستان کې د یو نوي انقلاب دروازه پرانیزه د پښتون ژغورنې غورځنګ په یوه کال کې له تمې خلاف د پاکستان حکومت سره حسابونه وکړل او لاهم دا لړۍ روانه ده.

د دې غورځنک مشر منظور پښتین چې مشري پر غاړه لري د لر او بر پښتنو د یو لوی رهبر په توګه پېژندل شوی دی د پښتین ملاتړ کوونکي د لر او بر سربېره په ټوله نړۍ کې هم شتون لري چې د رسنیو له لارې د دې غورځنګ ډیری کړنې په نړیواله کچه نشر شوې او د نړۍ ډیری مشران یې د پاکستان وحشتونو ته متوجې کړ.

داچې تېره ورځ نیویارک ټایمز ورځپانې د منظور پۍتین مضمون خپور کړی و خو نن  د منظور پښتین د مضمون ځای سپین ساتل شوی دی.

 خو د مضمون په تش ځای کې داسې لیکل شوي دي:

“مضمون په پاکستان کې زموږ پبلشنګ الاینس نه دی چاپ کړی. نیویارک ټایمز او د دې ورځپاڼې د ادارې کسان د دې مضمون په لرې کولو کې څه رول نه لري”.

په پاکستان کې پر ټولنیزو رسنیو د دې ګام غندنه شوې چې د امریکې د معتبرې ورځپاڼې نیویارک ټایمز له هغې ګڼې د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین مضمون ایستل شوی چې د پاکستان په ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼه کې چاپېږي.

په پاکستان کې د ایکسپریس ټریبیون ورځپاڼې یوه ایډیټر ویلي چې “موږ ته چا نه دي ویلي چې دا مضمون مه خپروئ بلکې موږ پخپله د سیلف سنسرشپ په توګه خپور نه کړ”.

خو د سیاسي کار پوهانو پر وینا دا کار پاکستان کړی ځکه چې پاکستانی حکومت تل هڅه کوي تر څو د پښتنو غږ  چوپ پاتې کړي بیا په تېره د پښتون ژغورنې غورځنګ د احتجاجونو په تړاو خپلې ټولې رسنۍ منع کړي چې هېڅ دې د دوی موضوعاتو په تړاو انعکاس نه ورکوي.

په پاکستان کې ټولې رسنۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ پر خلاف دي هغه داچې د حکومت له لورې پرې زور دی  پاکستانی حکومت چې کومه رسنۍ د یاد غورځنک غوښتنو ته انعکاس ورکوي که هغه د کور دننه او که د باندې رسنۍ وي پر پاکستان کې نشرات بندوي .

پاکستان حکومت خبریال ډاټکام ویبپاڼه هم په همدې دلیل بنده کړې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ غوښتنو ته یې انعکاس ورکړی و او د پنجابي ریاست ظمونه او وحشتونه یې په نړیواله کچه څېړل.

د پاکستان یوه جنرال هم خبریالانو ته په ښکاره ډول ویلي و چې د غورځنګ په تړاو خبرونه مه خپروئ یوازې د پاکستان په ګټه مثبت خبرونه خپروئ چې لاهم د لوړو لوړو قووتنو له لورې رسنۍ منع کړی شوي چې د پاکستان خلاف باید منفي خبر پورته نه شي.

په پاکستان کې د خبریالانو تنظیمونو څو ځله دا ویلي چې د هېواد د ځواکمنو قوتونو له خوا د رسنیو ادارو ته ویل کېږي، چې څه په انځوریزو او  ورځپاڼه کې منفي خپاره نه کړي. د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل آصف غفور هم څه موده وړاندې ښه په جار خبریالانو ته ویلي وو، چې د پاکستان په اړه دې مثبت رپوټونه ورکوي.

منظور پښتین په خپل دې مضمون کې د پاکستان په پښتني سیمو خصوصاً قبایلي ضلعو کې د خلکو د جبري ورکېدو او غیرعدالتي وژنو تور پر پاکستاني پوځ ور اچولی او لیکلي یې دي، چې د پاکستان زورور پوځ هڅه کوي د دوی تحریک ختم کړي.

د پاکستان حکومت او پوځ دواړه د پښتون ژغورنې غورځنګ پینځه غوښتنې آییني او قانوني ګڼي، خو پر پوځ باندې لګېدلي تورونه په کلکه ردوي او وایي چې پوځ په قبایلي ضلعو کې ترهګر وځپل، خو پي ټي ایم د خلکو له نظره د پوځ لاسته راوړنې پټول غواړي

د  یادونې وړده خبریالانو د ژغورنې نړیوالې ادارې سي پي جې تېر کال پخپل یوه رپوټ کې ویلي وو، چې پاکستاني پوځ په پټه خوله خو په اغېزمن ډول رسنۍ تر خپل کنټرول لاندې راوستې دي.