The news is by your side.

      دا ځل لوبه تر خطرناکه لا خطرناکه ده!

کله، چي په ۱۹۹۶ کال کي د ط… و تحریک د افغانستان پر شاه وخوا ۹۵% فیصده خاوره ولکه ټینګه کړه، هغه مهال د ط…و د قوي رهبرۍ ښه بیلګه دا وه! چي د رهبر هرنګه امر یې د وسله والو په مینځ کي د منلو ؤ او هیچا ورڅخه سرکښي نه شوی کولای، چي دي کار د ځان سره ښې او بدې پایلې دواړه درلودې، خو دا ځل لوبه ډیره خطرناکه مالومیږي.

د ط…و د تیرې دوري د ښو او بدو یو یو مثال: ښه پایله یې دا وه، که د چا سره ظلم کیدلای او د ط…و رهبري په خبره شوې وای، په ضرب د څو ساعتونو کي یې مخه نیولی شوی په شرط ددې خبرې، چي غوښتي یې وای. د ط…و په تیره دوره کي یو ط…ب قوماندان، چي د حیرتان په بندر کي مسول ؤ، هغه له یوې ښځې سره لار جوړه کړې وه، د خپلو جنسي خواهشاتو لپاره یې په دفتر کي ساتله، چي وروسته معاون صیب نورالله نوري په خبر شو هغه کس یې خالي سلا کړ او د زندان د تورو شپو میلمه یې کړ داسي نور…

بده پایله یې دا وه! چي د پردي عرب پر سر ټینګ شول ټول شته واک یې د لاسه پر ورکړ، نن نړۍ نارې وهي، چي ط…ن له القاعده سره تماس لري، خو دوی د لاس د نه لرلو لپاره د سپیناوي په خاطر هر امتحان ته پر نړیوال سټبج حاضر دي.
سوال دادئ: که ط… ن پر اسلام دومره مین او میلمه پاله خلک دي، نو؛ نن څه وشو؟ چي هغه مهال یې ۹۵% فیصده واک د لاسه پر ورکړ او نن یې له ملګرتیا څخه د بیزارۍ د ثبوت په پیدا کولو پسي لالهانده دي او داسي نور…

راځم خپلې اصلي خبرې ته! دا ځل د تیر په پرتله مطلق له بدو نه په بدو کي روان دي، نه پکي د امِر – امر چلیږي او نه یې هم وسله وال په هغه تیره عقیده دي.

لکله، چي دا ځل ط… ن پر سر د قدرت راغلي له لومړۍ ورځي یې رهبري نارې وهي، چي زموږ د تیر نظام خلکو ته عمومي عفوه ده، هیڅوک نه شي کولای، چي د چا پر سر او مال تیری وکړي، خو دي نارو هیڅ ځای هم د شاه وخوا ۱۰۰ ورځو په تیریدو سره ونه نیوی.

همدا اوس هم په اکثریت ولایتو کي د عمومي عفوې باجود د تیر نظام خلک په یو او بل نامه وژل کیږي، همدا نژدې تیره ورځ په هلمند کي د کرهڼې د پوهنځۍ یو فارغ د نوید په نامه کس د ط… و لخوا پدې جرم ووژل شو، چي په فیس بوک کي یې د دوی د ډلې خلاف لیکنې کولې.

په کندهار کي هره ورځ شورمانو ته ورځي لوکس موټران له شورمانو څخه د سلا په زور پدې نامه را باسي، چي دا د پخواني نظام د خلکو دي، په ټولو ولایتونو کي یې د پخواني حکومت د چارواکو شخصي کورنه او دفترونه د اوسیدو لپاره غضب کړي دوی پکي د ارام ژوند تیره وي.

د پخواني حکومت اکثره لوړ پوړي او ټیټ پوړي چارواکي، چي د سر د خوندي کولو په خاطر له هیواده وتلي، د کورنۍ له پاته غړو څخه یې د اولادو لپاره د ډوډۍ پیدا کول پاته دي، تمامه ورځ په محکمو کي د نورو لخوا په عارضو باندي تیره شي، که د چا یې د کورنۍ پر چارواکي، چي نن په هیواد کي نشته پور باندي ؤ که نه ؤ، خو نن ورباندي عارض دي.

حال دا، چي خپله الهی قانون کي دا نشته، چي پلار دي د زوی – زوی دي د پلار په جرم ونیول شي یا دي ورور د ورور په جرم ونیول شي.

له دي ټولو مالومیږي! چي دا ځل لوبه خطرناکه ده، خدای پاک دي د افغانستان او افغان ولس سر ته خیر پیښه وي ارزښتونه، خو مو په لومړیو کي لا پایماله شول، چي نور به لا پدې بي پوښتنې ماحول کي څه کیدونکي وي.

نوټ: که چیرته په واقعیت ط… ن غواړي پر افغان خاوره او او افغان ولس باندي حکومت وکړي، نو؛ دوی دي له نړیوالو سره پر هغو اصولو ولاړ شي، چي همدا مهال نورو اسلامي هیوادونو د ژوند د پرمختګ لپاره ټاکلي دي، ټولشموله حکومت دي ومني او هغه، چي په خوله وایې په عمل کي دي ثابت کړي.

لیکوال: حیات پښتون

Comments are closed.

koi finance