The news is by your side.

افغانستان ته د هند د غنمو د انتقال په وړاندې د پاکستان نوی شرط

خبريال وېبپاڼه: په داسې حال کې چې د افغانستان خلک د سخت حالت سره مخ دي او د هند له لوري په دې حالت کې د پنځوس زره ټنه غنمو مرسته اعلان شوه د پاکستان له لوري ددې مرستو د لېږد په وړاندې د خنډونو جوړول دوام لري.

هندي رسنۍ وايي چې د مياشې له انتظار وروسته هم پاکستان د هند موټرو او لاریو ته لار نه ورکوي چې د هند خلکو له لوري د افغانستان سره مرسته شوی غنم انتقال شي، د راپورونو په وینا اوس د پاکستان حکومت دا شرط اېښی دی چې هندي غنم به د پاکستانيو لاریو له لوري افغانستان ته وړل کېژی، ددې لپاره به ۱۵۰۰ لاریو ته اړتيا وي او په یوه مياشت کې به دا ټول غنم انتقال کېږي.

د يادونې وړ ده چې د هند له لوري د افغانستان سره مرسته شوي پنځوس زره ټنه غنم يو د ترټولو لويو مرستو څخه ده، د پاکستان حکومت په داسې حال کې افغانستان ته ددې غنمو د انتقال مخنیوی کوي چې پخپله په ورځني ډول د نړيوالې ټولنې څخه غواړي چې د افغانستان د خلکو سره مرسته وکړي مګر په عمل کې بيا د بل لوري مرسته شوي توکي نه پرېږدي چې افغانستان ته انتقال شي.

د چارو شننونکي وايي چې د پاکستان له لوري دا ډول خنډونه جوړول دا ثابتوي چې پاکستان د هند سره خپله سیالي په ډېر غير اخلاقي ډول پالي او ان د افغانستان د خلکو دې سختې ورځې ته هم نه ګوري او بيا هم د افغانستان د خلکو ګټې د نورو هېوادونو سره د خپلې دښمنۍ قرباني کوي.

شنونکي پاکستان په دوه مخۍ تورنوي او وايي چې د رسمیت په هکله هم پاکستان دوه مخی دی، د یوه لوري د نړۍ څخه غواړي چې د افغانستان د نوي حکومت سره تعامل وکړي د بل لوري بيا همدا حکومت په خپله په رسمیت نه پېژني،دوی سپارښتنه کوي چې د افغانستان نوی حکومت دې د پاکستان په وړاندې د پوره دقت څخه کار واخلي.

Comments are closed.

koi finance