The news is by your side.

خبرې یې وکړې؛ د غني له لوري د سياسي بنديز په هکله سپيناوی

خبريال وېبپاڼه: تېره ورځ د افغانستان د نوي حکومت یوه وياند وويل چې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني په عربي متحده اماراتو کې سياسي فعاليت ته نه پریښودل کېژی، د نوی حکومت مرستيال وياند وثیق په يوه بيان کې وويل چې د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني، عطامحمد نور او نور کسان چې په اماراتو کې مېشت دي ددې هېواد د حکومت له لوري د سياسي فعاليت څخه منعه شوي دي.

دا لومړی ځل و چې طا، لبانو د افغانستان د پخواني ولسمشر او د هغه سره د تښتېدليو سياستوالو د سياسي فعاليت د منعه کېدو په هکله خبرې وکړې، مګر رسنیو تر دې وړاندې دا خبر خپور کړی و چې عربي متحده اماراتو غني ته د پناه ورکولو په وخت کې دا شرط وړاندې کړی و چې په متحده عربي اماراتو کې به سياسي فعالیت نه کوي. داسې ويل کېږي چې اشرف غني او نورو تښتېدلیو زورواکو او دوه پاسپورټه د افغانستان څخه د فساد له لارې د تېتښې په وخت کې او د تېښتې وړاندې خپلې ډېری غلا کړې پيسې عربی متحده اماراتو ته انتقال کړې وې له همدې کبله دوی د اماراتو شرطونه په ډېره اسانۍ او پرته له چون چرا څخه ومنل.

خو اوس تازه بيا د هغه سياسي مشاور سرور احمدزي ويلي دي چې په اشرف غني او ډله یې د سياسي بنديز لګول نوې خبره نده په عربي متحده اماراتو کې ډېری بهرني مېشت پخواني دولت مشران د همدې ډول قوانينو سره مخ دي. د يادونې وړ ده چې سرور ستانکزي تر دې وړاندې دا ډول خبرونه رد کړي چې ګواکي غني د رسنیو سره خبرې نشي کولای يا د حکومت د تاييد پرته ملاقاتونه نشي ترسره کولی. مګر اوس د افغانستان د حکومت له لوري ددې خبر د خپرېدا وروسته د اشرف غني دا مشاور يا مشوره کوونکی وايي چې سياسي بنديز او محدودیت عامه خبره ده.

Comments are closed.