The news is by your side.

      زما د دښمن ـ دښمن زما دوست دی!

خبریال وېبپاڼه: کله، چي په ۲۰۱۲ م کال کي د امریکا ځانګړو ځواکونو د پاکستان د پلازمینه اسلام اباد اړوند د ایبټ اباد په سیمه کي د القاعده شبکې مشر اسامه ووژلی، په ۲۰۱۴ م کال کي ځینې غړي له القاعده شبکې څخه بیل شول په عراق، سوریه، لبیا او مصر کي یې اسلامي خلافت اعلان کړ، چي په ډیر لنډ وخت کي یې زیات پرمختګ او داسي ستر ظلمونه وکړل، چي تر دي وړاندې یې تصور نه شوی کیدلای.
په ۲۰۱۵ م کال کي دداعش ویاند ابومحمد العدناني په عراق کي رسنیو ته په یو لیږل شوي پیغام کي د خرسان، لکه: افغانستان، پاکستان، هند او بنګلدیش لپاره د حفیظ سعید په نامه خپل امر اعلان کړ. حفیظ سعید د پاکستان د قبائلي سیمې اورکزو اوسیدونکی ؤ او دده معاون یې په هلمند کي د ملا عبدالروف خادم په نامه اعلان کړ، خادم مطبوعاتو ته پدې اړه څه ونه ویل، خو هغه مهال استاد عبدالرحیم مسلم، چي د جلال اباد د کوټ ولسوالۍ اوسیدونکی ؤ له اسلامي خلافت ډلې سره یې خپل بعیت اعلان کړ، دغو دواړو کسانو یو ځل د ګونتنامو زندان هم کاټ کړی ؤ.
په ۲۰۱۶ م کال کي دداعش پر ضد نړیوال ائتلاف، چي شاه وخوا اتیا۸۰ هیوادونو یې غړیتوب درلود افغانستان هم ورګډ شو، پدغه وخت کي داعش د ننګرهار په شاه وخوا پنځو۵ شپږو۶ ولسوالیو کي پوره ظهور کړی ؤ، دوی نه یواځي د تیر حکومت پر ضد جنګیدل، بلکي: د ط…نو سره یې هم سترې جګړې وکړې، ځینې قومي مشران، چي دداعش د مفکوري خلاف ؤ ژوندي پر بمونو کښینول او بمونو ته یې چاودنه ورکړه، چي دي وحشت د افغانانو احساسات دداعش پر وړاندې سخت راوپارول.
دداعش پدیده هم د نورو په شان د تل په څیر له پاکستان څخه افغانستان ته راغله، له دوی سره د ط… نو ځینې کسان هم ملګري ؤ، لکه: د طالبانو د پخواني قوماندان ملا دادالله ورور منصور دادالله دا ډله، چي ازبکان، د وزیرستان خلک او د ځنو نورو هیوادو کسان پکي شامل ؤ د زابل ولایت شملزو ولسوالۍ له ځایه نوبهار ولسوالۍ او له هغه ځایه خاکي افغان ولسوالۍ ته ولاړل، له دوی سره ښځې او ماشومان هم ورسره ؤ.
په خاکي افغان ولسوالۍ کي دداعش او ط… نو ترمینځ جګړه هم وشوه، درانه ځاني زیانونه یې یو بل ته واړول، چي له هغه ځایه وروسته د دایچوپان ولسوالۍ د لارې روزګان ولایت ته وکوچیدل، چي د روزګان ولایت د خاص روزګان ولسوالۍ او چنارتو ولسوالۍ ترمینځ په لاره کي بیا ط… نو ورباندي ډیر ستر برید وکړ په هغه برید کي د منصور دادالله د مرګ خبر هم راغلی، خو د غچ اخیستو لپاره ملاروف خام په هلمند کي پر ط… نو باندي برید وکړ، ډیر ط…ن یې ووژل.
دغه دداعش کسان د روزګان شمال لویدیځ ولسوالۍ چارچینو یا شهید حساس ولسوالۍ ته هغې سیمې ته انتقال شول، چي له هلمند او دایکنډي ولایتونو سره یې لارې درلوده، دلته ورته داسي قرارګاه جوړه شوه، چي د هغه وخت افغان حکومت هم داسي قرارګاه نه درلوده، پدې سیمه کي یې خپل جلب جذب هم پیل کړ، خو له هغه ځایه  ډیر وخت وروسته د افغانستان نورو سیمو ته ولاړل.
دداعش پروژه نه افغاني وه، نه افغان فکره وه او نه یې له تاوانه بغیر ګټه افغانانو ته رسیده، نو؛ په همدې خاطر یې تر دي ډیر محبوبیت په افغانانو کي پیدا نه کړ او ډیر ژر له پښو وغورځول شوه.

د ۲۰۱۷ م کال په وروستیو کي یې پرضد د را پرځول شوي افغان حکومت لخوا په مشرقي ولایتونو کي ستر پوځي عملیات پیل شول، څوک ووژل شول، څوک وتښتیدل، څوک پټ شول په خلکو کي او ډیری یې افغان حکومت ته تسلیم شول، چي یوه لویه جوپه یې په ۲۰۱۹ م کال کي د هغه وخت حکومت ته تسلیم شول، چي شمیر یې شاه وخوا شپږسوه ۶۰۰ ته رسیدی ښځې او ماشومان هم پکي شامل ؤ.
خبره داده، چي څنګه زما د دښمن – دښمن زما دوست کیدلای شي! اوس دداعش له بیا پر پښو دریدو څخه لویه ویره پکار ده، دا ځلې په لوی لاس خلک مجبور کیږي، چي له دي وحشي ډلې سره یو ځای شي، له بلې خوا سیمه ایز او نړیوالو استخباراتو د دوی د چټک ظهور لپاره پریمانه روپۍ ورخوشي کړې دي.
په لوی لاس ځکه خلک دداعش ډلې ته د ورتګ لپاره مجبور کیږي؛ چي له یوې خوا د ط… نو رهبرۍ د پخواني حکومت چارواکو ته عمومي عفوه اعلان کړې، خو له بلې خوا په ولایتونو کي هره ورځ د غچ اخیستو په موخه د تیر حکومت کسان وژل کیږي، کورنه، دفترونه، جایدادونه یې غضب شوي، شخصي موټران ځنې اخیستل کیږي.
کله، چي تیر حکومت سقوط وکړ! چارواکو ټول دولتي وسایل ط… نو ته ورتسلیم کړل، اوس هره ورځ ډلې ډلې ط… ن د پخواني حکومت د امنیتي ځواکونو کورونو ته ورځي، چي له تاسو سره سلا ده باید رایې کړئ او که نه وي باید موږ ته یې په پیسو رانیسۍ.
دي پورته بي عدالتیو د پخواني حکومت سرتیري دي ته مجبور کړي دي، چي له روانو ظلمونو او هره ورځ سپکیدو څخه د ځان د خلاصون لپاره دداعش وحشي ډلې ته ورشي، بله لاره هم نه لري، هغه وایې: زما د دښمن دښمن زما دوست دی.
نوټ: له روانو حالاتو څخه د افغانستان راتلونکی د ډیر بد وضعیت سره مخ کیدونکی ښکاري، ط… ن دي د ولس د
زړونو ګټلو لپاره د تیر حکومت له چاروواکو سره ښه سلوک شروع کړي، د ښځو په مخ کي دي د زده کړو نه مانع کیږي، د بیان ازادۍ ته دي پوره اجازه ورکړي، داسي ټولشموله حکومت دي جوړ کړي، چي پخواني چارواکي ټول له پردیو هیوادو څخه خپل هیواد ته راستانه شي او انتخاباتو دي ومني.
کله، چي داسي وشو پر وړاندې به یې وسله وال مخالفت نه وي، د بیان په ازادي سره به د خپلو کسانو له بي عدالتۍ څخه خبر وي، هغه مهال داعش هم ظهور نه شي کولای نه افغانان داعش غواړي، د پردیو استخباراتو د شومو هدافو مخه به یې هم نیولې وي، نړیواله همکاري به یې هم جذب کړې وي بیا، نو؛ کولای شي داسي افغانستان جوړ کړي، چي په سیمه کي به د اقتصاد او پرمختګ یوه نمونه وي، که داسي ونه شي فکر نه کوم، چي دا وړۍ دي شړۍ شي.

لیکوال: حیات پښتون

Comments are closed.