The news is by your side.

په لومړي ځل مهم هېواد د تا، لبانو څخه مننه او مهمه ژمنه وکړه

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د نوي حکومت سره ډېری هېوادونه ښې اړیکې نلري په ځانګړي ډول غربي هېوادونه ددوی سره ښه نه دي، د مثال په ډول د ایټالیا صدراعظم څه موده وړاندې پخپله وينا کې وويل چې ايټالیا هېڅ وخت نيت نلري چې طا، لبان په رسمیت وپېژني، خو سيمه ايز هېوادونه بيا داسې نه دي په ځانګړي ډول شمالي ګاونډي هېوادونه د افغانستان د نوي حکومت سره ښې اړیکې پالي.

تازه د ازبکستان له لوري د تا، لبانو سره د ښو‌ اړیکو سیګنال ورکړل شوی دی، د ازبکستان د حکومت ځانګړي استازي عصمت الله ايرګاشف چې نن په کابل کې د نوي حکومت د مشرانو سره په خبرو بوخت و وويل چې ازبکستان د تا، لبانو د مثبتو اقداماتو څخه مننه کوي او د طا، لبانو ددې مثبتو اقداماتو په هکله به نړیوالو ته معلومات ورکوي.

د تا، لبانو د صدراعظم سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبير بيا په دې لیدنه کې وويل چې د نړيوال رسميت او مشروعیت لپاره یې ټول شرايط پوره کړي دي، نوموړي زياته کړه چې نړیوال دې د افغانستان سره پرته له قيد او شرط څخه مرستې وکړي.

نوموړي وړاندې پخپله وينا کې د نړيوالې ټولنې سره په تعامل ټينګار وکړ خو زياته يې کړه چې د نړيوالې ټولنې څخه هيله لري چې د فشار په ځای مسلې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل کړي ځکه د فشار پاليسۍ ښه پايله نه ده ورکړې.

په دې لیدنه کې د کام ایر شرکت موسس هم شتون درلود، زمری کامګار په دې ليدنه کې وويل چې غ افغانستان او ازبکستان ترمنځ د هوايي الوتنو په برخه کې ستونزه نده پاتې او د راتلونکې اونۍ په پيل کې ددواړو هيوادونو ترمنځ الوتنې پيل شي.

Comments are closed.