The news is by your side.

هغه دری شرطونه چې غني اماراتو ته درسېدلو سره سم ومنل

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان پخوانی ولسمشر چې وړاندې د کابل د سقوط څخه یې ویل په هېڅ صورت ملت یوازې نه پرېږدم، امان الله خان وتښتېده خو زه نه تښتم، ده د امريکا د بهرنیو چارو وزیر ته د تېښتې یوه شپه مخکې ويل چې تر مرګه به جنګېږي خو سبا سهار چې غني وليدل کابل سقوط کوي نو د مرګ صحنه یې سترګو ته ودرېده چې کېدی سي يو پایلوچ طا، لب یې په سینه کې جاغور تش کړي نو ځکه یې د خپلې مېرمنې سره د ملک څخه پښې سپکې کړې او ملت یې یوازې پریښود.

نوموړی د افغانستان څخه د تيښتې وروسته د شمالي ګاونډي هېوادونه ازبکستان له لارې متحده عربي اماراتو ته ولاړ او هلته یې د ارام ساه واخيسته او ځان یې بچ کړ. اماراتو ته د تګ وروسته څو ورځې د غني په طرف کې خاموشي وه خو څو ورځې وروسته یې بيا خوله پرانیسته او ويې ویل چې که نه وی تښتېدلی نو کابل کې به سخته جګړه شوې وه، خو حقيقت داسې نه و، د غني د تېښتې په ورځ هم يوه ورځ وړاندې هم نور د غني لپاره مرمۍ فير کوونکی عسکر نه و پاتې، د تېښتې په ورځ یې سهار په کابل پوليسو او نظاميانو خپلې قرارګاوې خالي کړې.

غني اماراتو ته د رسېدو سره سم په دې هېواد کې د پناه اخيستلو لپاره هلته ددې هېواد څو شرطونه سمدلاسه ومنل، ځکه د غني او ټیم پيسې یې پخوا د اماراتو بانکونو ته انتقال کړې وې، د اماراتو له لوري غني ته څو شرطونه وړاندې شوي چې يو یې پرته د اماراتو د حکومت د اجازې د چا سره نه ليده کاته و، دوهم د اماراتو د اجازې پرته په رسنیو کې خبرې کول و او وروستی هم د هر ډول سياسي فعاليت څخه پرهېز و کوم چې ټول غني ومنل.

Comments are closed.