تا، لبانو نرمي وښوده، مخالفینو ته یې مهم وړاندیز وکړ
خبريال وېبپاڼه: د تا، لبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال عباس ستانکزی وايي چې نورې بايد انرژۍ په دښمنیو مصرف نشي ددې په ځای همدا انرژي د افغانستان د بيارغونې لپاره وکارول شي، نوموړی د هېواد څخه تښتېدلیو سياسيونو ته وړانديز کوي چې بېرته افغانستان ته راشي د یو عام انسان په توګه کې دې خپل ژوند ته دوام ورکړي خو د وزرات غوښتنه دې نکوي.
ستانکزي په خپلو خبرو کې وويل چې د پخوانيو سياسيونو په دوران کې دوی کډوال شول پخپل هېواد ورته د ژوند کولو اجازه نه وه، دوی ته د بې وطنۍ او کډوالۍ درد ښه مالوم دی له همدې کبله نه غواړي چې نور دا درد وويني.
د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د افغانستان د نوي حکومت وياند ذبیح ا م هم په عامو افغانانو غږ کړی و چې بېرته دې خپل هېواد ته راستانه شي ځکه په بهر کې له دوی څخه سمه ګټه نه اخيستل کېږي بلکې هلته پرته له کوم تفاوت څخه د هر یوه څخه د يوه مزدور کار ګټه پورته کیږي.
طا، لبان په داسی حال کې په عام او سياسي خلکو ته بېرته هېواد ته د راتګ خبر ورکوي چې تراوسه یې د نړيوال مشروعیت ستونزه نه ده حل کړې، تراوسه پورې هېڅ شی نورمال نه دي، اوس هم د الوتکو پروازونه څو چنده لوړ دی، قیمتی ورځ تر بلې زياتېږي او د خلکو صبر ورو ورو کمېږي.
شنونکي وايي چې موجود حکومت دې لومړی نړيوال او ملي سياسي مشروعيت ترلاسه کړي، وروسته دې نورو ګوندونو او سياسيونو ته د فعاليت اجازه ورکړي ترڅو بېرته هېوادوال افغانستان لپاره زړه ښه کړي.
Comments are closed.