The news is by your side.

د یهودې نجلۍ لپاره یې اسلام پرېښود خو وګورئ څه ورسره وشول؟

خبريال وېبپاڼه: مینه ډېر وخت په يو انسان داسې کارونه هم ترسره کوي چې وروسته بيا پیښمانه وي او يا هم داسې یو کار ترسره کړي چې د ټولې دنيا سره په ټکر کې واقعي شي، همداسې يوه پېښه په امريکا کې وروسته له هغه د یوه مسلمان سره وشوه چې کله يې د يوې يهودۍ نجلۍ سره د واده کولو لپاره خپل دين پريښود.

د امريکا په متحده ايالاتو کې اوسېدونکي يوه ځوان مسلمان د انټرنټ له لارې د يوې يهودې نجلۍ سره خبرې پيل کړې، څه موده وروسته دوی د يو بل سره وليدل او کيسه پسې داسې مخته ولاړه چې دواړه يو پر بل مين شول او پریکړه یې وکړه چې واده وکړي، اياح هويلا چې يو مسلمان و ددې لپاره چې د یهودې نجلۍ سره واده وکړي‌ نو دا دروغ يې وويل چې دی هم يهود دی.

ددې خبرې وروسته دوی دواړو واده وکړ خو هرڅه داسې سم پرمخ ولاړل نه، د واده څخه دوه اونۍ وروسته یې مېرمنې پاسپورټ او نور اسناد وليدل په کوم کې ښکارېدل چې خاوند یې یو یهودي نه بلکې مسلمان دی، له دې کار وروسته يهودي مېرمنې خپلې کورنۍ ته خبر ورکړ چې خاوند یې يهودي نه دی بلکې یو مسلمان دی.

کله چې د نجلۍ کورنۍ په دې مسله خبره شوه نو ورغلل او خپله یې ددې مسلمان ځوان څخه بوتله، دغه مسلمان ځوان وايي چې ده غوښتل واقعاً يهودي شي خو ورته وويل شول چې امکان نلري يو کس يهود شي ځکه يهوديت وروسته چاته نه ورکول کېږي، دی وايي په دې سخت خفه دی چې مېرمنې یې ورڅخه واخيستل شوه.

Comments are closed.