تالبانو يې بیا له امریکا غوښتنه وکړه دا کوم کار دی
خبریال ویب پاڼه/ تالبانو یو ځل بیا په ناچارۍ سره له امریکا یوه تکراري غوښتنه وکړه دا چې هغوی به یې ومني یانه مالومه نه ده په تالبانو کې له امریکا زیاتي غوښتنې امیر خان متقي او عباس ستانګزی کوي.
امیر خان متقي یو ځل بیا له امریکايي استازو سره په دوحه کې د لیدنې کتنې په ترڅ کې د افغانستان د کنګل شویو پیسو د خلاصون غوښتنه وکړه او زیاته يې کړه چې امریکا باید دا کار وکړي او د افغانستان کنګل پیسې ورته ازادي کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپل یوه تازه ټویټ کې د تالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي او له امریکايي لوري څخه د امریکا د ځانګړي استازي ټام وسټ د لیدنې په هکله جزیات شریک کړل او زیاته یې کړه چې دواړو اړخونو خبرې سره کړې او ا امیرخان متقي د نورو غوښتنو سره سره له امریکا یو ځل بیا وغوښتل چې پر تالب ډله دي بندیزونه لیري کړي او د دوی د مشرانو نومونه دي له تور لیست څخه وباسي.
تالبانو له دې سره تر خوا د امریکا له لوري د افغانستان د مرکزي بانګ د نهه نیم میلیارده ډالرو د کنګل خبره هم کړې او له امریکا يې غوښتنه کړې چې دا پیسې دي ورته ازادي کړي.
تالبان غواړي د امریکا رضایت او رسمیات تر لاسه کړي.
که تالبان غواړي چې د امریکا رسمیت او رضایت تر لاسه کړي نو د ښځو او نجونو حقونه د اکلیتونو حقونه او په افغانستان کې د یوه پراخ بنسټه حکومت جوړول تر ټولو مهم شرایط دي چې په مرعت کولو سره به یې امریکا ښايي تالبانو سره پر لاره ولاړه شي.
تر اوسه تالبانو دا نه ده منلې چې دوی پر لاره نه دي دا ډله وایي چې هغه ټول شرایط چې یو دولت يې لري پر ځای کړي او اوس نو د نړۍ نوبت دی چې له دوی او ددوی له دولت سره څه کوي په تیرو دریو میاشتو کې چې تالبان د افغانستان واکمن شوي هیڅ هېواد د دې ډلې واکن افغان حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی په وروستیو اقداماتو کې یو شمېر هېوادونو په کابل کې خپل سفارتونه پرانیستي دي
Comments are closed.