The news is by your side.

د افغانستان او ايران د سرحدي ځواکونو جګړې ته د ایران د بهرنیو چارو وزارت غبرګون راغی

خبريال وېبپاڼه: تېره ورځ د افغانستان او ايران د سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه رامنځته شوه چې په رسنیو په لومړيو دقيقو کې د تلفاتو خبر ورکړ، جګړه د ايران د سيستان او د افغانستان د نيمروز ولايت په سرحدي سيمه کې رامنځته شوه.

د سیمې څخه لومړي راپورونه وايي چې جګړه د ايراني ځواکونو له لوري د مرز په صفري نقطه دېوال جوړېده چې د افغان ځواکونو له لوري غبرګون ښکاره شو، د ایراني خبريالانو له خولې دېوال د افغانستان د ټولې لرې د ايراني په خاوره کې د زراعتي ځمکو سره جوړېده، مګر دوی وايي چې افغان ځواکونو ادعا کوله چې دېوال د افغانستان ټولې سره په صفري نقطه کې جوړېده.

ددې ترڅنګ داسې راپورونه هم خپاره شول چې ايراني ځواکونو د افغان مسافرو سره بده رويه کړې ده او د هغوی سپکاوی یې کړی دی.

په لومړیو دقيقو دا راپورنه ګرم و چې طا، بیان د ايراني ځواکونو څو پوستې سقوط کړې دي او د ايران خاورې ته دننه شوي، مګر وروسته بيا نن ددواړو لوریو له لوري رسمي اعلامیې خپرې شوې چې حقيقت یې روښانه کړ‌.

د افغان حکومت د ویاند له لوري په یوه بيان کې راغلل چې جګړه د غلط فهمۍ له وجې رامنځته شوې وه او اوس مشکل سوی دی، د ايراني د بهرنیو چارو د وزرات ویاند سعيد خطیب هم تازه اعلامیه خپره کړه او ويې ويل چې دا ستونزه د دواړو لوريو د سرحدي ځواکونو د مذاکرې وروسته حل شوې ده او اوس په پوله هېڅ کومه ستونزه وجود نلري.

نوموړي داسې وويل: پرون د مازديګر مهال د سيستان او نيمروز په پوله د افغان او ایراني ځواکونو ترمنځ ستونزه راپیدا شوه چې د ډزو سبب شوه خو وروسته دواړو لوریو د خبرو له لارې ستونزه مديريت کړه او ډزې پای ته ورسېدې.

Comments are closed.