The news is by your side.

د نړۍ ترټولو قیمتي ښار معلوم شو، په پوهېدو به يې حيران شی

د برتانيا مشهورې ورځپاڼې ده اېکونوميسټ په خپله یوه څېړنه کې د نړۍ ترټولو قیمتي ښار موندلی دی، يادې ورځپاڼې د ډالر د جنس څخه د ژوند کولو لپاره د اړتيا وړ شيانو بيې سره پرتله کړې دي او په دې ډول یې ددنيا ترټولو قیمتي ښار موندلی دی.

اېکونوميسټ په ۱۷۳ هېوادونو کې دا څېړنه ترسره کړې ده، په دې څېړنه کې په ډاګه شوي دي چې سږ کال په عموم کې په ټوله دنيا قيمتي زياته شوې ده، د بېلابېلو سببونو له کبله د مواصلاتو خدمات ځنډول شوي دي، د زراعتي موادو انتقال د ځمکو څخه فابريکو او مارکېټونو ته ګران شوي دی او ددې ترڅنګ بيا د یو هېواد څخه بل هېواد ته ددې موادو انتقال او تدارک د ګڼو ستونزو سره مخ دی، ترټولو زياته قيمتي بيا په تېلو کې راغلې.

په څېړنه کې په ډاګه شوې ده چې د نړۍ ترټولو قیمتي ښار د اسرایلو پلازمېنه تل اويو دی، تر دې وړاندې ياد ښار ددنيا ترټولو قیمتي پینځم ښار و خو اوس بيا لومړۍ درجې ته پورته شوی دي، په دوهمه درجه کې بيا د فرانسې پلازمېنه پاريس او د سينګاپور پلازمېنه سينګاپور راغلي دي، په څېړنه کې په اسرایلو کې د قيمتی يو سبب د تدارکاتو د ځنځير زيانمنېدل دي او بل سبب يې بيا د ډالر په وړاندې ددې هېواد د پيسو د ارزښت له لاسه ورکول دي.

تېر کال د نړۍ ترټولو قیمتي ښارونه دری دانې و، پاريس، هانکانګ وو زوریخ، له دې وروسته بيا د نړۍ ترټولو قیمتي ښارونه نيويارک، جينوا، لاس انجلس او کوپینهاګن و.

ددې ټولو هخوا په دې څېړنه کې یو جالب ځای د ايران د پلازمېنې تهران په هکله و، تېر کال د ايران پلازمېنه تهران د دنيا ترټولو ۷۹ قيمتي ښار و، خو سږ کال د امريکا د شديدو بنديزونو له کبله ددې ښار نمبر ۲۷ ته را ټيټ شو.

Comments are closed.