The news is by your side.

د برازيل ولسمشر د خلکو په وړاندې په یو نادر کار خپله مېرمن سخته غوسه کړه

خبريال وېبپاڼه: د برازیل ولسمشر په دې وروستيو کې په خپلو څرګندونو د رسنیو د سرليکونو څخه نه لوېږي، هغه ترټولو زيات د کورونا ويروس په هکله د څرګندونو سره ډېر مطرح شو، د نورې نړۍ خلاف د برازيل ولسمشر بولسونارو یو له هغه کسانو څخه و چې د کورونا ويروس يې جدي نه ګاڼه او د کرنټین سخت مخالف و.

اوس هغه بيا په یوه نادره لاس پورې کړی دی او ټول خلک یې ځانته حيران کړي دي، نوموړي دا ځل هغه وخت دا نادره وکړه کله چې د یوه عسکري ښونځي افتتاح ته د خپلې مېرمنې سره تللی و، نوموړي ددې ښوونځي د افتتاح په مراسمو کې خبرې کولې خو دا خبرې ورڅخه يو ځل بيا د ښځو لوري ته ولاړې او دا ځل یې بيا داسې څه وويل چې خپله مېرمن یې سخته په غوسه کړه.

خلک د برازيل ولسمشر بولسونارو د امریکا د متحده ايالاتو د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره برابروي ځکه هغه هم داسې یو شخصيت و چې د کورونا د ويروس په وړاندې یې د ده سره ورته نظر درلود او ددې ويروس لپاره د عمومي کرنټین سخت مخالف و، همغه کورونا ويروس و چې ډونالډ ټرمپ یې له خپلې چوکۍ لرې کړ.

د ډونالډ ټرمپ دې انډيوال نن په برازيل کې د خپلې وينا په مهال وويل چې ډوډۍ یې چې هر ډول وي خوښه ده، د ډوډۍ په توپير پسې ډېر نه ګرځي، هغه دا خبرې په رشخندۍ سره کولې ټول پوهیدل چې مطلب يې د ښځې، يانې وايي مې هېڅ ډول ښځې ته نه نه وايي. له دې خبرې وروسته پوه شو ګلان یې کرلي دي ځکه مېرمن لاندې ناسته وه نوموړي وویل چې نن شپه په کور کې مجبور په سالون کې ويده شي.

کله چې دی د خپلې وينا وروسته ولاړ او د خپلې مېرمنې سره کېناست نو هغه د کامرو په وړاندې ته غوږ ونیوه او غوږ يې ورباندې تاو کړ چې ولې یې‌داسې خبرې وکړې.

Comments are closed.