م،م کابل د سفارتونود خلاصون مهم خبر ورکړ
په افغانستان کې د تالبانو له واکمنۍ وروسته تراوسه پوري یوازي د ګوتو په شمېر هېوادونه دي چې خپل سفارتونه يې په نیمه توګه پرانستي دي تر اوسه پوري نړۍ هم چپ پاتي وه چې لا به څه کیږي خو اوس ملګري ملتونه یو لوی اعلان وکړ
په افغانستان کې د ملګري ملتونو استازې او د یوناما مشري دیبورالایینز په خپلو تازه څرګندونو کې په ډاګه کړې چې دوی په افغانستان کې خپلو فعالیتونو ته پراختیا ورکوي دیبورا ویلي چې په همدې هڅه کې دوی خپل ټول دفترونه چې په افغانستان کې يې درلودل پرانستي او همدارنګه يې خپل ټول کارکوونکې دندو ته راځي او دندې ترسره کوي.
د نوموړې په خبره چې دوی په دې هڅه کې دي ترڅو ټول هېوادونه راضي کړي په دې چې په افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي، د ملګرې ملتونو دې مامورې ویلي چې د خپل کار تر ټولو ستره برخه يې همدا ده چې هېوادونه وهڅوي ترڅو په افغانستان کې خپل تړلي سفارتونه پرانیزي.
د ملګرو ملتونو دې استازې یو ځل بیا خپل دریځ له سره نوی کړی او زیاته يې کړه چې دا اداره به له افغانستان سره خپلو بشردوستانه همکاریو او مرستو ته دوام ورکړي.
ملګري ملتونه څه کول غواړي؟
تراوسه پوري هیڅ یوه هېواد تالبان په رسمیات نه دي پیژندلي او نه هم امریکا له تالبانو سره کوم تعامل کړی دی ولې یو شمېر هېوادونو تر اوسه کابل کې خپل سفارتونه پرانستي او اوس دادی ملګري ملتونه لګیا دي ترڅو نور هېوادونه هم وهڅوي چې افغانستان کې خپل سفارتونه پرانیزي که چیري ملګري ملتونه دا چاره ترسره کوي نو ښايي د ملګري ملتونو له لوري تالبانو ته یو مشروعیت ورکول وي
Comments are closed.