The news is by your side.

قطر او ترکیه نوي دریځ کې تالبانو ته ډیر نژدې شوي

خبریال ویب پاڼه/ په افغانستان کې نژدې څلور میاشتي اوړي چې جمهوري نظام نړیدلی او تالبان یو ځل بیا واکمن شوي دي او له همدې امله افغانستان له بیلابیلو ګواښونو سره مخ دی.
تراوسه د تالبانو دولت هیڅ یوه هېواد په رسمیات نه دی پيژندلی او نه يې هم په مستقیم ډول له دوی سره د ښه عمل کولو غوښتنه کړې خو یو شمېر منځ لارې هېوادونه شته چې په دې برخه کې کار کوي.
اوس تازه قطر او ترکیې د افغانستان په هکله خپل دریځونه اعلان کړل د قطر د بهرنیو چارو وزیر شیخ محمد بن عبدالرحمن الثاني په خپلو خبرو کې د افغانستان د روان حالت په هکله د خپل هېواد پر پاتي دريځ ټینګار کړی او زیاته کړې يې ده چې دوی له افغانستان سره د بشري او اقتصادي هڅو د پیاوړتیا لپاره کار کوي او ورسره مرسته به کوي
ده دا خبرې د خپل ترکي سیال مولود چاوش اوغلو سره په مخامخ ناسته کې ترسره کړې دي الثاني زیاته کړې چې قطر او ترکیه به په دوامداره توګه د دافغانستان له موقت حکومت سره کار کوي او همدارنګه څو د کابل هوايي ډګر په هکله یوې موافقې ته سره ورسیږي او دا هوايي ډګر بیرته عادي حالت ته را وګرځوي.
مولودچاوش اوغلو چې اوس مهال د ترکيې د بهرنیو چارو وزیر دی وویل چې دا هېواد له افغانستان سره د سولې امنیت په برخه کې کار کوي هغه له نړیوالې ټولنې د تالبانو په هکله هم غوښتنې ورسره دي تعامل وکړي او مرستې دي ورسره وکړي.
امریکا د تالبانو له بریا وروسته چې واک ته ورسیدل پرې یو لړ اقصادي بندیزونه ولګول چې تالبانو يې څو ځله د لیري کولو غوښتنه کړې موده وړاندد اړیکو د عادي کولو لپاره امریکا او تالبانو قطر کې خبرې هم وکړې خو داسې ښکاري چې هیڅ یو لوری دومره قرباني نه ورکوي چې تر یو څه تیر شی او دواړه طرفونه یوې موافقې ته سره ورسیږي

Comments are closed.