افغانستان کې د امريکا پخواني سفير د امريکا په خيانت اعتراف وکړ
خبريال وېبپاڼه: افغانستان کې د امريکا پخواني سفير د امريکا په خيانت اعتراف وکړ: په افغانستان کې د امريکا پخواني سفير هوګو لارنس په خپله يوه وينا کې ويلي دي چې د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو پریکړه چې ډونالډ ټرمپ کړې وه د افغانستان د حکومت د سقوط اصلي سبب و.
نوموړي ډونالډ له لوري د طا، لبانو سره د کړې توافقنامې او د جوبايډن له لوري هم منل ناسم وبلل او زياته يې کړه چې امريکا د افغانستان د خلکو سره کومې ژمنې کړې وې په هغه يې عمل ونکړ او د افغانستان د خلکو سره یې خیانت وکړ.
دغه پخواني سفير په افغانستان کې د لږکیو د حقونو په هکله اندیښنه څرګنده کړه او ويې ویل چې ددوی د حقونو ساتنه بايد وشي.
که څه هم يوه لوري پخواني امريکايي چارواکي په افغانستان کې خپل شکست او خروج د افغانستان د خلکو سره خيانت بولي د بل لوري نړيوال قوتونه په افغانستان کې د امريکا مداخله صرف يوه بربادي بولي، د چين د بهرنيو چارو وانګ ونبين په دې اړوند وويل؛ امريکا په خپلو وروستيو جګړو کې پرته له وژنو څه نه دي کړي، په شلو کلونو کې د افغانستان په شمول د امريکا په جګړو کې تر اتو لکو زیات کسان ووژل شول چې ددې څخه ۳۳۵ زره یې غیرې نظامیان و.
نوموړي ادامه ورکړه او ویې ویل چې امريکا تراوسه ددې وژنو په بدل کې هېڅ سپيناوی نه دی کړی او نه هم کوم بشري سازمان ورڅخه پوښتنه کړې ده، هغه وویل چې دا به د بشر په تاريخ کې د امريکا په لمن يو تور داغ پاتې شي.
Comments are closed.