The news is by your side.

روسيې پر امریکا ويرونکی تور پوري کړ، او لوی ګواښ يې ورته وکړ

خبریال ویب پاڼه/ روسيه او امريکا د نړۍ ستر قدرتونه او پر دې هر وخت ويره وي چې هسې نه د دې پياوړو هېوادونو ترمنځ جګړه پيښه نه شي، خو دا هېوادونه هر وخت تر جګړې رسيدلي اما داسې څه نه دي پيښ شوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت يوې وياندې پر ټويټر وليکل چې امريکا توره بهيره کې د امنيت ټينګښت په فلمه غواړي د دې بهېرې پر هوايي فضا باندې ملکي الوتني ګواښي، دې روسۍ چارواکې ويلي چې امريکا په دې چاره سره عمومي امنيت ته خطر پېښ کړی.
سرچينې زياته کړې امريکا خپل امنيت ټينګوي خو ولې د نورو امنيت له خطر سره مخ کوي.
سرچینه وایي چې امريکا دي له داسې کارونو لاس واخلي که نه وي نو له زياتو خطرونو سره به مخ شي، مالوماتو ويلي چې امريکا په سمندرونو کې خپل نظامي حضور پراخ کړی چې دا نړیوالو ته د منلو وړ نه دی.
تراوسه پوري امریکا د روسیې هېواد د دې لوی تور په هکله کوم غبرګون نه دی ښودلی خو ګمان کيږي چې په حتمي توګه به د روسیې د تورونو او ګواښونو په هکله ځواب ورکوي.
امريکا او روسيه به څه وکړي؟
له مودو راهيسې امريکا او روسيه د اوکراين مسله چې جګړه ییزه هم ده يو له بل سره ښکېل دي او داسې فکر کیږي چې د ايران او افغانستان په هکله هم دا دوه سوپر هېوادونه يو له بل سره سيمه ييزې سيالۍ لري چې ګټوونکی يې امريکا ځکه ده چې په دې دواړو هېوادونو کې تراوسه نفوذ لري، د افغانستان په هکله يوه کتنه داده چې تالبان ښايي له افغانستانه د امریکا د ګټو لاس لنډ کړي خو امريکا چې په هر قيمت وي تالبان رازي وساتي.
کله چې تالبان په جګړې کې ول او کله چې بريالي شول ورباندې د روسيې سره د اړيکو تور پوري وو خو دواړو لورو دا خبرې رد کړې وې

Comments are closed.

koi finance