The news is by your side.

د غني له لوري مهم خبر؛ خبرې کوي

خبريال وېبپاڼه: د غني له لوري مهم خبر؛ خبرې کوي ؛ د اسپوتنيک د خبر په بنسټ د افغانستان پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني چې په متحده عربي اماراتو کې مېشت په نېږدې وخت کې د کابل د سقوط په هکله یو تشريحي پيغام وړاندې کوي.

اسپوتنيک د خپلو سرچينو له قوله ويلي دي چې اشرف غني د رسمي ليدنو لپاره د حکومت اجازې ته اړتیا لري او دا حالت دی مخکې اټکل کړی و خو عامې او شخصي ليدنې بدون د کوم مشکل سره ترسره کولی شي.

د يادې سرچينې په وينا کې اشرف غني د افغانستان څخه د تېښتې وروسته په یوه هوټل کې مېشت شو، چې څه موده وروسته د هغه ځای څخه يوه نوي کور ته انتقال شو، په دې کور کې چې د يوې لويې ماڼۍ بڼه لري د اشرف غني سره دېرش نور کسان هم ژوند کوي چې يو يې د هغه نېږدې کس حمدالله محب دی.

د اشرف غني مېرمن رولا غني بیا اوس دده سره شتون نلري او امریکا ته یې سفر کړی دی، د غني د نېږدې سرچينو څخه دا خبرې په داسې حال رسنیو ته راوځي چې کابل کې د حکومت د وياند مرستيال اونۍ وړاندې ويلي و چې اشرف غني او نوره ډله يې په اماراتو کې د سياسي فعاليت اجازه نلري.

د یادونې وړ ده چې د اګېسټ د مياشتې په ۱۵ کابل سقوط وکړ او اشرف غني هېواد همداسې پریښوده او دوبۍ ته وتښتېده، د تېښتې وروسته څو ورځې هغه‌خاموش و خو بيا یو پيغام خپور کړ او‌ ویې ويل چې زه یې هم لکه ډاکټر نجيب داسې وژلم ځکه وتښتېدم.

Comments are closed.