The news is by your side.

د نړيوالې ټولنې د لوی شرط په هکله د طا، لبانو ډېر نرم بيان راغی

خبريال وېبپاڼه: د طا، لبانو په حکومت د نړۍ دشديد فشار دی چې خپل حکومت ټول شموله کړي، ظاهراً داسې ښکاري چې نړيوال د طا، لبانو څخه غواړي چې د پخواني حکومت ځینې کسان هم پخپل حکومت کې ورسره شامل کړي، طا، لبانو چې تراوسه د خپل حکومت کوم تشکيلات اعلان کړي دي په هغه کې مطلق اکثریت کسان مشران او کشران طالبان دي، نه يوازې چې پکې د پخواني رژيم هېڅ ډول سياسي کس شتون نلري بلکې ددوی د صف پرته ډېر کم خلک په حکومت کې شتون نلري چې د ګوتو په شمار دي.

تازه اوس د طا، لبانو د وياند ذبيح الله مجاهد مرستيال بلال کريمي په خپل یوه بيان کې ويلي دي چې دوی په دې باندې کار کوي چې د پخواني حکومت ځینې سياسيون پخپل حکومت کې ونيسي خو دا به داسې کسان وي چې بده سابقه ونلري او هېواد ته ژمن اشخاص وي.

د طا، لبانو د پرلپسې غوښتنو سره سره بيا هم نړيواله ټولنه په ځانګړي ډول امريکا دې ته نه تيارېږي چې د افغانستان د مرکزي بانک شتمنۍ ازادې کړي او ترڅنګ يې نړيوال بانک او د پيسو نړيوال صندوق د افغانستان سره د هر ډول راکړې ورکړې څخه انکاري دي.

بله ستونزه داده چې کوم هېوادونه د طا، لبانو سره ښی اړيکې لري هغوي هم د امريکا له وېرې نه شي کولای چې طا، لبان په رسمیت وپیژني، په هکله تېره اونۍ د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هم اقرار وکړ او ویې ویل چې که امريکا په افغانستان کې خپل سفارت پرانیزي نو ټول اروپايي هېوادونه به په يوه ورځ کې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

Comments are closed.