The news is by your side.

د سپینې ماڼۍ ویاندې د افغانستان د شتمنیو په هکله مهم وضاحت ورکړ

خبريال وېبپاڼه: د سپینې ماڼۍ ویاندې د افغانستان د شتمنیو په هکله مهم وضاحت ورکړ؛د سپین ماڼۍ ویاندې جن ساکي د افغانستان د شتمنیو په هکله يو ځل بيا د خبريالانو پوښتنو ته ځوابونه ورکړل، د شتمنيو ترڅنګ اوس يوې مسله د افغانستان د شتمنیو دايمي قبضه ده چې نوموړې په دې مسله هم لنډې خبرې وکړې.

همدا اوس چې افغانستان د سختو اقتصادي شرايطو سره مخ دی د امريکا په مرکزي بانک کې د افغانستان تقريباً لس ميليارده امريکايي ډالر قيد شوي دي، نه يوازې چې د افغانستان شتمني قيد شوې ورسره د نړیوال بانک او د پيسو د نړيوال صندوق له لوري د افغانستان سره راکړه ورکړه درول شوې ده چې دې کار افغانستان ته يوه بله اقتصادي ضربه هم رسولې ده.

تازه د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي په دې اړوند خبريالانو ته وويل چې کوم کسان د امريکا په تور لېست کې دي هغوی ته د افغانستان قيد شوې پيسې نشي ورکولای، نوموړې وويل زموږ استازی د افغانستان د نویو واکمنانو سره په خبرو بوخت دی خو د پيسو د خلاصون په هکله موږ پخپله پرېکړه ټينګار کوو او هغه داده چې کوم کسان د امريکا د حکومت له لوري په تور لېست کې دي هغوی ته په ميلياردونو ډالره پيسې نشو ورخوشي کولای.

د بل لوري اوس مهال امريکا کې بله مسله داده چې غواړي د افغانستان شتمني د سېپټمبر د ۱۱ مې پېښې په قربانیانو ووېشل شي، جن ساکي په دې اړوند د خبريالانو د پوښتنې په ځواب کې وويل چې دا مسله بايد د عدلیې له وزرات څخه وپوښتل شي.

Comments are closed.