The news is by your side.

د افغانستان ګرداب؛ د امريکا ددفاع وزير سخت بې ځوابه پاتې شو

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان څخه د امریکا وتلو دا هېواد په بېلابېلو برخو کې د سخت وضعيت سره مخ کړی دی، ترټولو مهم دا چې د افغانستان څخه د وتلو وروسته په امريکا باندې د نړيوالو متحدينو باور کم شوی دی، نړیوال متحدین څه ان پخپله د امریکا په پوځ کې اوس ددې هېواد پوځيان په ځان د باور د کمښت سره مخ شوي دي.

افغانستان د امریکا سره په داسې يو ګرداب بدل شوی و چې نه اوس ورڅخه وتلی شوی او نه نور زور پکې پاتې و چې لامبو ووهي، خو اخر امریکا پریکړه وکړه چې په‌ دې ګرداب کې د پاتې کېدو پايله ډوبېدل دی ښه داده چې ځان وباسي.

تازه په دې اړوند د امريکا ددفاع وزير لويد استین څخه یوه خبریال پوښتنه کړې چې ايا د افغانستان څخه په راتلو پیښمانه دي که نه، هغه د اوږدې چوپتیا وروسته وویل متسف يم. استین وړاندې پخپلو وینا کې وویل چې غ افغانستان د وتلو بهير يې بريالي و ده وويل که څه هم لس ملکي ۱۳ نظامي آمريکايانو خپل ژوند له لاسه ورکړ خو په مقابل کې يې ۱۲۴ زره کسان وژغورل شول.

تر دې وړاندې د امريکا ولسمشر جوبایډن ويلي و چې په افغانستان کې ددوی بريالی و، دوی د القاعده مشر په سزا ورسوو، د افغانستان څخه نور امريکا ته ګواښ نه دی متوجې نوره اړتيا نه وه چې په افغانستان کې پاتې شي.

د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد بيا پخپله یوه وینا کې ويلي و چې دوی طا، لبانو ته یوه شل کلنه سزا ورکړه هغوی به بيا هېڅکله د امريکا په ضد چاته ځای او امکانات ورنکړي.

Comments are closed.