The news is by your side.

امريکا افغانستان ته ښه خو تالبانو ته بد خبرونه وړاندې کړه

خبريال ويب پاڼه/ امريکا لاهم افغانستان کې د يو شمیر موضوعاتو لپاره ځان پاتي بولي او غواړي خپل سیمه ييز عريفان تر کنټرول لاندې وساتي.
امريکا لا له وړاندې ويلي وو چې افغانانو سره بايد بشري مرستې وشي، تر څو له راتلونکي کې د بشري بهران د رامنځ ته کیدلو مخنيوی وشي.
د امريکا د سپينې ماڼۍ وياندې جين ساکي ويلي چې دوی له افغانستان سره د بشري مرستو د ورکړي په برخه کې ژمن دی او مرستې به يې دوام ولري.
هغې ویلي، دوی په دې لټه کې دي چې له ملګرو ملتونو او نورو مرستندویه بنسټونو سره په ګډه افغانستان ته د مرستې رسونې پر غوره لارو چارو غور وکړي.
جین ساکي د خپلو څرګندونو په ترڅ کې ویلي چې امریکا په افغانستان کې د بشر دوستانه مرستو رسولو برخه کې هر راز همکارۍ ته ژمن دي او کار به کوي، د د له خبرو ښکاره شوه چې پر تالبانو به خپلو محدويتونو ته دوام ورکوي.
تر اوسه پورې د تالبانو حکومت چې نژدې څلور مياشتې يې تيريږي د نړۍ هیڅ هېواد په رسميت نه دی پیژندلی او نه يې هم مشروعيت ورکړی.
تالبانو څو ځله له امريکا غوښتي چې په افغانستان کې د بد وضعيت د له منځه وړلو لپاره بايد د افغانستان کنګل شوې پیسې ازادي کړي، په ورته وخت کې يو شمېر نورو هېوادونو هم دا غوښتنه کړې.
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین هم امريکا ته د پيغور په څېر وویل افغانستان ته پيسې ازادې کړئ هغوی وسلې نه پرې را نه سي.
تراوسه پوري امریکا لا هم پر خپله خبره ولاړه ده او د افغانستان کنګل شوې پيسې نه دي ازادي کړې.
نړۍ په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعيت د رامنځ ته کيدلو خبر ورکړی خو پر بشري مرستو يې ټينګار کړی

Comments are closed.