The news is by your side.

ايا افغانستان د بې بربادۍ سره مخ دی؟ قطري وزير خطرناکې څرګندونې وکړې

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان سره د امريکا او نړيوالې ټولنې په ځانګړي ډول د امريکا او نورو ناټو هېوادونو له لوري شوې معاملې دا هېواد د سقوط سره مخ کړ، دا هېواد دوی په داسې يو هېواد بدل کړ چې له دوی پرته بايد سقوط وکړي او همغسې شو افغانستان ددوی د خروج سره سقوط وکړ.

ددې يو لوی علت ډېرو خلکو ته معلوم و په کوم چې اوس د قطر د بهرنیو چارو وزیر هم خبرې کړې دي، د قطر د بهرنیو چارو وزیر پرون په یوه وینا کې وويل نړیواله ټولنه د افغانستان په هکله واضح تګلاره نلري، د قطر دبهرينو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن په داسې حال کې د نړيوالې ټولنې له لوري د افغانستان په هکله د يوې واضح تګلارې د نشتون خبرې کوي چې ډېری پوهان په دې اند دي چې د افغانستان په وړاندې د نړیوالې ټولنې تګلاره همدا ده چې بايد یوه واضح تګلاره ونلري.

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي ويلي و چې امريکا دا قوت لري چې په افغانستان کې سوله راولي خو دا کار نکوي، حامدکرزي د امريکا سره د امینتي تړون لپاره شرط هم همدا اېښی و چې بايد په افغانستان کې سوله راولي همغه خبره وه چې امريکا دا ژمنه ونکړه او کرزي هم هغه تړون لاسليک نکړ.

اوس هم عام قناعت دادی چې نړيواله ټولنه د افغانستان په وړاندې همغسې پاليسي لري چې واضح نه وي، نه د افغانستان سره بنسټيزه مرسته کوي نه ورسره په بشپړ ډول خپلې اړيکې پرې کوي نه یې په پښو درولو ته پرېږدي او نه يې هم داسې بربادۍ ته پرېږدي چې ددوي لپاره پکې د قدم اېښودلو ځای پاتې نشي.

Comments are closed.