د ملګروملتونو پخواني چارواکي د طا، لبانو په ګټه مهم دریځ ونيوه
خبريال وېبپاڼه: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پخوانی سفير کای ايده وايي چې د يو داسې حکومت لپاره چې هېواد یې پرېښی دی په ملګرو ملتونو کې چوکۍ ساتل مناسب کار نه دی، نوموړي زياته کړه چې د هېواد پرېښي حکومت لپاره چې په افغانستان کې هېڅ ډول کنټرول نلري اوس هم په ملګرو ملتونو چوکۍ ساتل غیرې مناسب کار دی.
نوموړي د نوي افغان حکومت څخه د نړیوالو د غوښتنې په هکله هم وضاحت ورکړ او ويې ويل چې د نوي افغان حکومت څخه د ټول شموله حکومت غوښتل په حکومت کې د ښځو پراخ حضور غوښتل په ځای غوښتنې دی مګر دا وخت او زمان ته اړتيا لري.
نوموړي د نړۍ د ټولو هېوادونو څخه وغوښتل چې په افغانستان کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي، ده زياته کړه چې د لرې فاصلې څخه د افغانستان ستونزې حل کول ګران کار دی پکار ده چې ټول هېوادونه په افغانستان بېرته خپل سفارتونه پرانیزي، هغه د طا، لبانو سره د نړۍ د هېوادونو خبرې مثبت ګام وباله او ویې ويل چې په دې ډول حالات ښه تحليل کېدی سي.
کای ايده وړاندې وويل چې نړۍ بايد د طا، لبانو سره تعامل وکړي، د تعامل نکول صرف د افغانستان د خلکو مجازات کول دي، هغه پخپله وینا کې وویل چې يوازې د خيريه بنسټونو له لارې د افغانستان خلکو ته مرستې رسول امکان نلري ددې لپاره باید د طا، لبانو سره ګډ کار او خبرې وشي پرته له دې امکان نلري چې دا مرستې په مناسب ډول ورسېږي.
د یادونې وړ ده چې څو ورځې ملګرو ملتونو د افغانستان د استازولۍ څوکۍ طا، لبانو ته ورنکړه.
Comments are closed.