د امريکا د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان په هکله مهم پيغام خپور کړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو څو مياشتې وروسته د امريکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلينکېن په یوه وینا کې وویل چې ناټو اوس هم په افغانستان کې د تروريزم خلاف مبارزې ته ژمنه ده.

د امريکا د بهرنيو چارو د‌ وزرات په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې د افغانستان څخه د ناټو د ځواکونو د وتلو دری مياشتې وروسته اوس هم د ناټو غړي هېوادونه په افغانستان کې د تروریستي ډلو لکه داعش خراسان په وړاندې په مبارزه باندې متمرکز دي.

 

نوموړي زيات کړه چې دوی هڅه کوي چې د ناټو لپاره يو داسې طرزالعمل جوړ کړي ترڅو ډاډه شي چې په بدلېدونکي جهان کې د موجودو ګواښونو په وړاندې اماده وي، ده وړاندې وويل چې ناټو د یوه ایتلاف په بڼه همدا اوس په افغانستان کې د موجودو ستونزو د اقتصادي مشکلاتو نيولې تر امنیتي مشکلاتو پورې د خبرو اترو او مبارزې په حال کې ده.

امريکا په داسې حال کې په افغانستان کې د ترهګرۍ خلاف د مبارزې خبرې کوي چې د افغانستان څخه د وتلو په مهال او په افغانستان کې د خپلو وروستیو ورځو په پای کې یې د کابل ښار په زړه کې په يو کور برید وکړ او د ماشومانو په ګډون یې لس بې ګناه افغانان ووژل، ددې پېښې په هکله نه يوازې امريکا بخښنه ونه غوښته بلکې ويې ویل چې دا برید د نظامي قوانينو خلاف نه و.

د ترهګرۍ سره د مبارزې وړاندې په افغانستان کې صرف یوه يا دوې ډلې وې څو کله چې امريکا افغانستان ته راغله او د ترهګرۍ سره يې مبارزه پيل کړه ددې ډلو شمېر تر شلو واوښت.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More