The news is by your side.

د نورمحمد ترکي فرمان د جومات له ممبره!

خبریال وېب پاڼه/ د ط البانو امیراموئمنین شیخ هیبت الله په یوه بې ساري فرمان کې د افغانستان د ترټولو ترټلي ټبر (ښځو) ملاتړ ته را ودانګل. د شیخ صیب دا فرمان زما د جدوجهد او زما د مبارزې یو لوی لوری وو.
له ماشومتوبه زه ما په  ذهن کې دا خبره  وه چې ولې ښځې په بدو کې ورکړل کېږي او چې ورو ورو را لوېدم دا پوښتنې ته مې ځواب لټاوه او د دې ستونزې د خاتمې هڅه مې کوله. ما به تل د خپلو مشرانو نه دا پوښتنه کوله چې ولې حکومت داسي‌یوه پرېکړه نه کوي‌چې ښځې ونه پلورل شي‌ او یا په بدو کې ورنه کول شي؟
د کورنۍ غړو او ښوونکو به راته ویل چې په افغانستان کې یوه واکمن (نورمحمد ترکي) داسي یو فرمان ورکړ چې ښځې به په زور نه ودېږي او د ولور په مقابل کې به نه ورکول کېږي.
پلار جان مې کیسه راته کوله  چې بیا هغه واکمن (نورمحمد ترکي) ملایانو؛ د سیمې استخباراتو او د مجاهدینو په نوم ځینو خلکو دومره وننګاوه چې جګړه یې تر اوسه هم روانه او واکمني یې ړنګه شوه.
زما له پاره لویه پوښتنه دا وه چې ولې دیني‌عالمان ددې کار مخالفت نه کوي؛ یا ولې دیني عالمانو د هغه واکمن واکمني ‌ړنګه کړه چې هغه ددومره یوه ښه کار نیت لاره.
په تېرو جمهوري واکمنیو کې چې زه په ښه او بد پوهېدلې یم ما هم دا کار کاوه؛ خو له بده مرغه حکومت ونه توانېده چې ددې کار مخه ونیسي. په لویه کې په ښارونو او د ولایتونو په مرکزونو کې رسنیو او ځینو موسسو ډېري هڅې وکړې او دا چاره یې یوڅه مهار کړه؛ خو په لیري پرتو او کلیوالو سیمو کې وړې ماشومې نجونې د پیسو په مقابل کې پر دوو او دریو بنو برسېره سپین ږېرو بوډاګانو ته ودېدلې.‌
کونډې به لیورونو او تربرونو په زور ودولې او تر ډېره به د مینځو کار ترې اخیستل کېده.
په بدیو او دښمنیو کې به وړې نجونې ورکول کېدې او هلته د بل په کور کې به دومره ترټل کېدې لکه د کورنۍ غړی چې یې هم دې ماشومې پیغلوټې وژلی وي او د ژوند تر پایه به ناوړه چلند ورسره کېده.
نن چې د ط البانو مشر شیخ هیبت الله خوند زاده له علماو سره له ناستي وروسته د ښځو د شرعي حقوقو د تامین حکم صادر کړی رښتیا چې د یوې افغانې ښځې په صفت زیاته خوشحاله شوم.‌ شیخ هیبت الله اوند زاده فرمایلي:
«- په نکاح کي د ښځو رضایت مهم دی او د جبر نکاح منعه ده.
– ښځه مال نه ده، په بدو کي د ورکولو اجازه یې نسته.
– د خاوند له مرګ وروسته ښځه د خپل سر ده چې واده کوي او که یې نه کوي، په زور چا ته نه شي په نکاح کېدای.
– زیات نکاح لرونکي خاوندان ښځو ته په عدالت مجبوره دي.
په حکم کي راغلي، چي ستره محکمه، حج اوقاف او اطلاعات او کلتور وزارتونه ددې مادو د عملي کولو مسولیت لري.»
شیخ صیب تاسو ته دې الله (ج) د داسي ‌نورو ښو فرمانونو توفیق درکړي خو یوه وړه ستونزه شتون لري‌او هغه دا چې ددې فرمان او ستاسو د فرمانونو د عملي ‌کولو لپاره باید تالب مشران تګلارې جوړي ‌کړي او د عملي کولو هڅه یې وکړي .
دا شاید دافغانستان په تاریخ کې لمړی ځل وي چې د ۱۳۵۷ کال د ثور د میاشتې د ۷ نېټې تر انقلاب وروسته نېژدې ۴۴ څلوېښت کاله وروسته د جومات له ممبره د د افغانستان او په ځانګړي ‌ډول د افغان مېرمنو د ښېرازي فرمان جاری شو.
ورته فرمان نور محمد ترکي هم ورکړیوو؛ خو هغه وخت د جماعت ممبر له نور محمد ترکي سره نه وو او ځکه فرمان عملي‌نه شو؛ وروسته حفیظ الله امین؛ بیا ببرک کارمل؛ ورسته ډاکتر نجیب الله او تر هغه وروسته حامد کرزي‌ او اشرف غني هم ورته هڅه وکړه؛ خو دا ټول ځکه ناکام شول چې دوی د ارګ له منارونو یوې مسلمانې او کلیوالې ټولنې ته دا فرمانونه ورکول او د مسجد ممبر یې لاس کې نه وو؛ نن چې شیخ هیبت الله د مسجد د ممبر سالار دی او دا فرمان یې ورکړ ډاډه یم چې دا به عملي کېږي‌ او ددې ګټه به زما د وطن تر ټولو بېوزله ټبر(مېرمنو) ته رسي.
درنښت
لیکواله: امینه وردګ

Comments are closed.