د طا، لب مشر د ښځو د حقونو په فرمان کې ترټولو مهم ټکی

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د نوي حکومت مشر په لومړي ځل د ښځو د حقونو په هکله يوه اعلامیه خپره کړې ده، په دې اعلاميه کې حکومتي بنسټونو ته ځینې لارښوونې شوې دي چې د ښځو له لوري د ښه راغلاست سره مخ شوې.

په ياده اعلاميه کې راغلي دي چې هېڅوک نشي کولای ښځې په بدو کې ورکړي‌ ځکه ښځه پخپله یوه ازاده او خپلواکه اصول ذات دی چې څوک یې د بل چا په مخکې د یو مال په حيث نښي تبادله کولای.

وړاندې ليکل شوي دي چې هیڅوک نشي کولای ښځه پرته له خپلې رضا څخه چاته واده وکړي، د واده‌ لپاره دا اساس ګڼل کېږي چې ښځه پخپله رضایت څرګند کړي، ددې ترڅنګ د کونډو ښځو په هکله هم همدغه فرمان راغلی کونډه ښځه مجبوره نده د خپل لېوره سره واده وکړي بلکې حق یې چې پخپله اراده دا پرېکړه وکړي چې د چا سره واده وکړي په دې ماده کې بيا په دې اړوند هم ټينګار شوی دی چې کونډه ښځه حق لري د خپل خاوند څخه په بشپړ ډول مهر واخلي.

په ياد فرمان کې همدارنګه د ښځو په میراثي حق ټینګار شوی دی او ویل شوي دي چې ښځې په ميراث کې خپل معلوم او مشخص حق لري چې هېڅوک بايد ورڅخه ددې حق د اخيستلو هڅه ونکړي. وړاندې راځي چې هغه کس چې ډېر ودونه یې کړي دي مجبور دی چې د خپلو مېرمنو ترمنځ عدل او انصاف قايم کړي. په ياد فرمان کې وړاندې راځي چې محکمې بايد د مېرمنو قضيو ته لومړيتوب ورکړي او جدي یې ونیسي.

په ټولنيزو رسنيو کې خلکو د حکومت د مشر دغه فرمان ستایلی دی او ويلي يې دي چې د افغانستان مېرمنې همدا اوس د همدې ستونزو سره مخ دی او لومړيتوب بايد همدا وي چې اوس مهال د ښځو دا حقوق خوندي شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro