The news is by your side.

تالبانو د تير حکومت عسکرو ته ښه پيغام ورکړ

خبريال ويب پاڼه/ تالبان‌ وايي چې د افغانستان د ښې راتلوونکې لپاره لوی اسلامي پوځ جوړوي او ډير به خپلواک وي.
اوس د افغانستان لپاره د پوځ اړتيا ده خو په پوځ کې بايد مسلکي پوځي کدرونه شتون ولري تر څو يو مجهز پوځ جوړ شي.
تالبانو توس تازه د تير حکومت د اردو عسکرو ته ښه پيغام ورکړ خو دا چې دوی به عمل پرې وکړي يانه دا پوښتنه ده.
د تالبانو وی درستيز فصيح الدين خبر ورکړی چې لوی اردو جوړوي او د تير حکومت د اردو مسلکي کسانو ته هم په خپلو ليکو کې ځای ورکوي.
ايا دا خبره به عملي شي؟
تالبانو خو دا خبره وکړه چې دوی به د مخکني دولت سرتيرو په ليکو کې ځای ورکوي ولې تر اوسه پورې تالبانو خپلې داسې ژمنې نه دي عملي کړې.
نژدې څلور مياشتې کيږي چې تالبانو کابل نيولی او له هغه را وروسته حکومت پيل کړی هيڅ يوه هېواد په رسمیت نه دي پيژندلی او نه هم ورسره کوم هېواد نژدې والی ښودلی.
موده وړاندې د تالبانو د بهرنيو چارو وزير امير خان متقي پاکستان کې ويلي وو، چې دوی به د تير حکومت نظامي کسانو ته ځای ور نه کړي.
تالبان وايي چې يو شمير کسانو ته يې دوه میاشتنۍ نظامي زده کړې وکړې او فارغه کړي يې دي

Comments are closed.