The news is by your side.

بلخ کې تر اتلس ساعته عملياتو وروسته د طا، لبانو بريا

خبريال وېبپاڼه: که څه هم چې د نوي حکومت په راتګ سره په جنايي پېښو کې د پام وړ کموالی راغلی دی خو بيا هم د انسان تښتونې په برخه کې ځاي ځای پېښې شتون لري، مګر ددې سره طالبان هم هڅه کوي چې ددې پېښو مخه ونيول شي.

تازه په بلخ ولايت کې همداسې پېښه رامنځته سوې ده، په دغه ولايت کې د یوه ډاکټر لور چې نهه کاله عمر یې درلود د سه شنبې په ورځ وتښتول شوه، پېښه دقيق د مزارشريف د زاړه محبس په سيمه کې رامنځته شوه.

د سه شنبې په ورځ تښتول شوې نجلۍ د جمعې په ورځ وروسته له هغه آزاده شوه چې د پلټنې لپاره یې طا، لبانو اتلس ساعته پرلپسې عمليات وکړل، طا، لب مسولینو رسنیو ته ویلي دي چې پخپلو عملياتو کې یې نهه تنه انسان تښتونکي ژوندي نیولي دي او یو یې وژلی دی.

نهه کلنه سدره د ډاکټر داود راتب لور وه چې د تښتولو وروسته د جمعې په ورځ آزاده شوه او خپل پلار ته تسلیم شوه.

په هېواد کې د انسان تښتونې یو علت هم د فقر سبب ښودل کېږي چې په دې وروستيو یې ورځ تر بلې زياتېږي د بل لوري د پخوانيو جنګ سالارانو پاتې شونی چې د ځان سره وسلې لري هم په دې ډول پېښو کې دخيل موندل شوي دي.

مګر دننه په کابل کې بيا جنايي پېښې په وروستۍ درجه کمې شوې دي، د کورنیو چارو وزارت دوه ورځې وړاندې وویل چې په کابل ښار کې د جنايي پېښو کچه ترټولو ټیټې اندازې ته رسېدلې ده او تېره ورځ صرف دوه پېښې ثبت شوې دي.

Comments are closed.