The news is by your side.

اتمر هم خبرې پيل کړې؛ طا، لبانو ته یې مهم نصیحت وکړ

خبريال وېبپاڼه: د طا، لبانو له لوري په ملګرو ملتونو کې په ټینګار سره د افغانستان د استازولۍ د چوکۍ غوښتلو بسنه ونکړه چې ملګري ملتونه ورته دا حق ورکړي، په ملګرو ملتونو کې طا، لبانو ته د افغانستان د استازولۍ نه ورکول د طا، لبانو د حکومت د رسمیت پېژندنې هيلې يو څه پيکه کړې ، مګر ملګرو ملتونو پخپله پرېکړه ليک کې يادونه کړې وه چې د اوس لپاره به طا،‌لبانو ته د افغانستان د استازولۍ څوکۍ نه ورکول کېږي يانې کېدی شي څه وخت وروسته ورکړل شي.

دې خبر د افغان سياستوالو له لوري بېلابېل غبرګونونه خپل کړل چې له دوی څخه یو یې هم د افغانستان د پخواني حکومت د بهرنیو چارو وزیر حنيف اتمر و، اتمر پخپل غبرګون کې ويلي دي چې طا،‌لبان بايد د دولتونو په ټولنه کې د طا، لبان حضور ملي او بين المللی مشروعیت ته اړتیا لري.

يوازې اتمر نه دی چې طا،‌لبانو ته د نړيوالې ټولنې د يوه فعال غړي کېدو لپاره د ملي او نړيوال مشروعيت ترلاسه کولو سپارښتنه کوي پخواني ولسمشر حامد کرزي هم تېره ورځ په‌ یوه مرکه کې وويل چې د طا، لبانو حکومت داخلي مشروعیت ته اړتیا لري او دوی کولی شي چې ددې لپاره حداقل يوه لويه جرګه جوړه کړي.

په داسې حال کې چې د کور دننه او بیرون په طا، لبانو غږ کېږي چې داخلي مشروعیت ترلاسه کړي خو طالبان په ټینګار سره وايي چې حکومت نیول په لسو ورځو کې ښيي چې خلک ورسره و، دوی حکومت د خلکو په ملاتړ نيولی دی.

خو شنونکي بيا وايي چې دا يو بل بحث دی، د پخواني حکومت د سقوط سبب د هغوی فساد او نړیوالو ځواکونو وتل و دا په خلکو پورې په دې شکل اړه نلري، د خلکو سره د طالبانو چلند معلوم دی کله چې طالبان راغلل په جلال اباد کې یې څو افغانان په دې تور په مرميو وويشتل چې دری رنګه بیرغ يې پورته کړی خو يوه طالب چې د پاکستان بيرغ ښکته کړ هغه طالبانو سمدلاسه ګرفتار کړ.

Comments are closed.