The news is by your side.

حشمت غني؛ تېر حکومت امریکا جوړ کړی و، امريکا بېرته ړنګ کړ

خبريال وېبپاڼه: د افغانستان د تښتېدلي پخواني ولسمشر محمد اشرف غني ورور حشمت غني په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي دي چې امريکا د افغانستان نظام پخپله جوړ کړی و اوس يې پخپله بېرته ړنګ کړ. نوموړی زیاتوي چې د افغانستان د وروستيو بدلونونو په پايله کې دا ښکاره وه کې قدرت باید طا، لبانو ته انتقال شي، دی وايي ما د طا، لبانو سره پخپلو خبرو کې هغوی ته په ډېر واضح ډول وويل چې امنيتي سکتورونه دې دوی پخپله کنټرول کړي خو ددولت نورې برخې دې مسلکي کسانو ته وسپاري.

نوموړي د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په هکله څرګندونې کړې دی او ويلي دي چې د افغانستان نور ګاونډیان دا ظرفیت نلري چې د افغانستان سره د پام وړ مرسته وکړي خو ددې سره يې زياته کړې ده چې ايران دا وړتيا لري چې د افغانستان سره مرسته وکړي دی وړاندې وايي چې پرته د ايران له مرستې دا ګرانه ده چې په افغانستان کې دا حالات او شرايط ښه شي، ده مشخص ندي ويلي چې ايران بايد د افغانستان سره په کومه برخه کې مرسته وکړي.

حشمت غني په‌ خپلو خبرو کې د فساد په هکله هم څرګندونې کړي دي او ويلي يې دي چې په کابل کې فساد داسې شی نه و چې پخواني حکومت دې ټول کنټرول کړی وی، ځکه په کابل کې د بهرنيو هېوادونو سفارتونو خپلې مهرې او کسان په افغان حکومت تحميل کړي و او حکومت په داسې حال کې نه و دا چې خلک لرې کړي.

نوموړي همدارنګه ویلي دي چې ايران کولي شي په افغانستان کې د کانونو په برخه کې پانګونه وکړي او ددې ترڅنګ په افغانستان کې زراعتي ځمکې او اوبه شتون لري ايران کولی شي د یوه ګټور شراکت سره دلته پانګونه وکړي.

Comments are closed.

koi finance