The news is by your side.

ملا هی ب ت الله له هېوا ده تلوونکو افغانان په هکله پریکړه وکړه

خبریال ویب پاڼه/ د تالبانو له واک ته رسیدلو سره سم لکونه افغانان له خپله هېواده د وتلو او تیښتي په حال کې دي او هغوی دا ویره لري چې راتلوونکی به يې زیات په خطر کې وي
اوس تازه د تالبانو مشر ملا هی ب ت الله د ولایتونو والیانو ته د هغه افغانانو په هکله چې هېواد پریږدي لازمې سپارښتنې کړې او داسې ښکاري چې تالبان نور بهر ته تلوونکو افغانانو ته اجازه نه ورکوي.
هغه له هېواده د تلوونکو افغانانو په هکله اندېښنه ښودلې او په دې برخه کې يې له والیانو دیني عالمانو او نورو څخه غوښتي ترڅو د دې خلکو سره وګوري ستونزې يې واوري او د ممکنه حال لپاره یې اقدام وکړي.
په دې پیغام کې راغلي هغه افغانان چې غواړي له ښځو او ماشومانو سره دوی دا سفر ترسره کړي نو هلته له اخلاقي امنیتي ا و بشري ستونزو سره مخ کیږي چې دا د دوی د خپلوانو او په ټوله کې د ټولو افغانانو د خپګان سبب کیږي.
ملا هی ب ت الله د خپل پیغام په اوږدو کې ویلي چې داسې کسان پر نظام تور لګوي جعلي اسناد جوړوي او د دې پر ځای چې مسلکي کسان د خپل هېواد لپاره کار وکړي په بهر کې په ډیرو حقیرو کارونو باندې خپل وخت تیروي.
په ورته وخت کې بیا په څو څو ځله نړیوالې ټولنې له تالبانو غوښتي د هغه کسانو چې له افغانستانه وزي او یاهم سفر کوي خنډونه جوړ نکړي او ورسره مرسته وکړي چې، خو داسې ښکاري چې تالبان تر ډیره په دې هڅه کې دي چې له هېواده د هېوادوالو د تګ مخ نیوی وکړي.
تراوسه پوري له افغانستان څخه په تیرو دریو میاشتو کې لکونه کسان چې کورنۍ هم ورسره دي د نړۍ بیلابیلو هېوادونو ته تللې دي او هلته میشتی شوې دي په دې ترتیب یو شمېر هېوادونو کې چې افغانان تللي له ګڼو ستونزو سره يې هم یو شمېر مخ شوي چې ښه مثالونه یې د امریکا او نورو هېوادونو کیمپونه دي

Comments are closed.