The news is by your side.

حساس وخت کې د تا، لبانو څخه د هند او روسیې مهمه غوښتنه

خبريال وېبپاڼه: د سیمې دوه مهمو هېوادونو او قدرتونو يو ځل بيا د طا، لبانو په وړاندې خپلې سرې کرښې ښکاره کړې، د هند صدراعظم نریندرا مودي او د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین پخپله ليدنه کې د افغانستان په اړوند خپل یو ګډ دريځ اعلان کړ.

د دواړو مشرانو د ليدنې وروسته په خپره شوې اعلامیه کې د افغانستان د بدلون په حال کې د وضعيت په هکله اندیښنه څرګنده شوه، دواړو مشرانو په دې ټينګار وکړ چې طا، لبان بايد یو واقعي ټول شموله حکومت رامنځته کړي ترڅو د ټولو استازی او ټولو خلکو ته د منلو وړ وي، په ياده اعلاميه کې راغلي دي چې دواړو مشرانو په د افغانستان د امنیتي وضعیت څخه سيمې ته د امنیتي ګواښونو په هکله هم خبرې کړې دي ددې ترڅنګ هندي صدراعظم او روسي ولسمشر په افغانستان کې د تروريزم او نشه يي توکو په وړاندې په مبارزې باندې هم بحث کړی دی.

دوی دواړو ويلي دي چې طا، لبان بايد په واقعي معنا باندې یو ټول شموله حکومت رامنځته کړي ترڅو د ټولنې د مختلفو اقشارو استازی وي، دوی همداراز ويلي دي چې د لږکیو او ښځو د حقونو په هکله بايد ډېر پام وشي او په ځانګړي ډول بشري مرستو ته لاره هواره شي او په دې برخه کې لازمې اسانتياوې رامنځته شي.

ټوله نړۍ ټينګار کوي چې طالبان بايد خپل حکومت ټول شموله کړي خو تا، لبان وايي چې حکومت یې ټول شموله دی، تا، لبانو ته نېږدې سرچینې وايي چې نړيوال د ټول شموله تر نامه لاندې نور کسان غواړي.

خو شنونکي وايي چې اوس طا لبانو هرڅه د خپل صف په کسانو وېشلي دي او د دوی پرته بل هېڅوک په حکومت کې ځای نلري له همدې کبله دا حکومت صرف د تا، لبانو استازولي کولی شي د افغانانو نه.

Comments are closed.