د امريکا دځانګري استازي له لوري طا، لبانو نوی پيغام
خبريال وېبپاڼه: د افغانستان لپاره د امريکا ځانګړی استازی توماس وسټ وايي چې دوی په افغانستان کې موجود اقتصادي بحران ويني او په دې هم پوهېږي چې خلک د سختو اقتصادي شرايطو سره مخ دي خو ددې هرڅه سره سره بيا هم دوی د افغانستان شتمني نشي آزادولی او د طا، لبانو د حکومت د رسميت پېژندنې چاره نشي پيل کولی ترڅو چې تا، لبان ددوی شرايط ونه مني.
امريکا په داسې حال کې د بشري ناورين په صورت کې بيا هم د افغانستان د شتمنيو د بند ساتلو خبرې کوي چې ملګري ملتونه د افغانستان روان وضعیت د سختې اندیښنې وړ بولي، د افغانستان د شتمنيو بندولو ترټولو زيات تاثير د افغانستان په بانکي سيستم کړی دی او په افغانستان کې یې بانکونه د ډېرو سختو شرايطو سره مخ کړي دي، ان تر دې چې د ملګرو ملتونو يوې ادارې وويل چې که د افغانستان بانکي سيستم سره مرسته ونشي په شپږو مياشتو کې به د سقوط سره مخ شي.
که څه هم تر دې وړاندې امريکا ويلي و چې د افغانستان د بانکي سيستم د سقوط د مخنيوي لپاره په داسې لارو چارو غور کوي چې پرته له دې چې پيسې د تا، لبانو لاس ته ورشي دوی دې بانکونو ته یوه اندازه ډالر ورپمپ کړي، مګر تراوسه پورې د افغانستان د بانکونو سره دا ډول کومه همکاري په عملي ډول نه ده ترسره شوې.
امريکا د طا، لبانو د حکومت لپاره ځینې شرطونه ایښي دي چې بايد د رسميت پېژندنې لپاره یې پوره کوي چې په هغه کې ټول شموله حکومت، د ښځو د کار او تعليم حق او د نړيوال تروريزم په وړاندې مبارزه ده. طا، لبانو بيا تراوسه پخپل حکومت کې ټول خلک د خپل صف کسان ګومارلي، د دولتي ډېری ادارو څخه يې ښځې رخصت کړي، په ډېری ولايتونو کې یې د ښځو ښوونځي تړلي او پوهنتونه هم بند شوي دي.
Comments are closed.