بېګ باش: د راشد لوبډلې له نبي بدل واخیست
خبریال وېب پاڼه: د آسټراليا د سوداګریزو لوبو په ۶مه لوبه کې د راشدخان اړوند اډلیډ سټرایکرز لوبډلې د نبي او ظاهرخان اړوند له ملبورن رینګېډز لوبډلې بدل واخیست.
په دې لوبه کې اډلیډ پچه وګټله او لومړی یې توپوهنه وکړه.
اډلیډ سټرایکرز په ټاکلو شلو اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۴۹ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۵۰ منډو هدف ورکړ.
شارټ ۳۲ او ویلس ۳۷ تر نورو ډېرې منډې وکړې.
د نبي اړوندملبورن رینګېډز لپاره ریچارډسن ۴، ریس ټوفل ۳ او افغان لوبغاړي ظاهر خان ۲ لوبغاړي وسوځول.
ملبورن رینګېډز ټاکل شوي هدف ته ځان ونه شو رسولی او ټوله لوبډله یې په ۱۰۰ منډو وسوځېده.
د ملبورن له لورې هارپر ۳۳ او میکنیزي هاروي ۱۹ تر نورو ډېرې منډې وکړې.
بل لورته بیا د اډلیډ سټرایکرز لپاره ویس اګیر ۳، او افغان لوبغاړي راشد خان لوبغاړي وسوځول.
محمد نبي د خپلې لوبډلې لوبډلمشر او راشدخان بیا د خپلې لوبډلې پياوړی ورو توپ اچوونکی دی.
وېسټ اګر د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.
نوموړي په ۳ اورونو کې ۱۷ منډې ورکړې وې او ۳ لوبغاړي سوځولي وو.
د یادونې ده، چې له دې وړاندې د یادو دواړو لوبډلو ترمنځ په لومړۍ لوبه کې د محمدنبي اړوند لوبډلې د راشدخان اړوند لوبډلې ته ماته ورکړې وه.
د اسټراليا بېګ باش لوبې، چې شاوخوا یوه اونۍ کې پیل شوي په کې د راشد، نبي، او ظاهرخان ترڅنګ مشهور افغان لوبغاړی مجیب ځدراڼ هم لوبېږي.
Comments are closed.