The news is by your side.

ګواښوونکی ژمی؛ تر یو مليون افغانان به د مرګ له ګواښ سره مخ کړي

خبريال وېب پاڼه: افغانستان کې د تالبانو د حکومت په راتګ سره د افغان ولس پر وړاندې خنډونه او سختۍ ورځ تر بلې زیاتېږي.

تازه د بحران نړیوالې ډلې په یوه خبرپاڼه کې د افغانانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې.

یادې ډلې ویلي، په افغانستان کې د اوسني روان  بشري ناورین او سوړ ژمي له کبله ښايي تر يو مليون افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

د بحران نړیوالې ډلې په خپره کړې خبرپاڼه کې له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانانو د ژغورلو لپاره لاس په کار شي او دوی ته بشري مرستې ورسوي.

یاده ډله داسې مهال افغانانو سره همدردي کوي، چې تېره ورځ د تالب حکومت يوه لوړپوړي چارواکي په خپله وينا کې ويلي وو، چې  تالب حکومت نړیوالو ته نه بلکې نړیوال دوی ته اړتيا لري.

د بحران نړیوالې ډلې دغه راز افغانستان کې د تالبانو د واک ته رسېدو له کبله د تالبانو د وضع شویو بندیزونو د لغوه کېدو غوښتنه هم کړې ده.

سرچینه وایي،د دې بشري ناورین زیان به تر تېر شل کلنې جګړې هم زیات وي.

د یادونې ده، چې یادې ډلې څو ورځې وړاندې هم ورته څرګندونې کړې وې او ويلي یې وو، چې په افغانستان کې به د اقتصادي ګواښونو له کبله ژر د تالبانو اداره سقوط وکړي او په وينا يې دا به ښې پایلې ونه لري.

د تالبانو له واکمنېدو وروسته نړیوال په افغانستان کې د ټول شموله حکومت جوړیدل، له ترهګرو ډلو سره د تالبانو د اړیکو پرې کیدل او دغه راز  د ښځینه وو حقونه هغه شرطونه بولي، چې که د تالبانو حکومت یې عملي کړي ښايي د دوی د رسميت پېژندلوسبب به شي.

Comments are closed.

koi finance