کترینه کیف واده شوه

خبریال وېب پاڼه: د هندي سينما مشهوره او ښکلې لوبغاړې کترینه کیف له ویکي کوشل سره واده وکړ.

هندي رسنۍ وایي، چې د کترینه کیف او ویکي کوشل د واده مراسم د راجستان په مدهوپور کې د هندو مذهب مطابق ترسره شول.

سرچینې وایي د واده په ټولو مراسمو کې د کترینه کیف او ویکي کوشل کورنۍ، میلمنو او نږدې ملګرو ګډون کړی و، خو د ولیمې مراسم به یې په ممبۍ کې ترسره شي.

راپورونه زیاتوي، چې د دواړو فلمي ستورو د لیدو لپاره د هغوی ګڼ مینه وال هم راغلي وو او د دوی لیدو ته د باندې ولاړ ول، خو پولیسو ورته د امنیتي ستونزو په سبب اجازه ورنکړه.

نوموړې فلمي اداکاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې مینه وال لري او په لومړیو کې ویل کېده، چې ښایي کترینه کیف له بل هندي لوبغاړي سلمان خان سره واده وکړي، خو اوس کیسه بلې خواته لاړه.

د هندي سینما د ستورو ودونه تل د نړۍ د رسنیو سرټکي ګرځي او د ډېرو په باور لامل یې دا دی، چې خلک په لومړیو کې یو ډول فکر کوي، خو اصل کیسه بیا برعکس شي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More