The news is by your side.

اروپايي ټولنې هم د زرګونه افغان کډوالو د منلو هوکړه وکړه

خبریال وېب پاڼه: د اروپايي ټولنې  د کورنیو چارو کمیشنرې ییلوا یوهانسن د دې ټولنې د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل،چې دوی به تر ۴۰ زره افغانانو ته پنا ورکوي.

په دې کنفرانس کې د یادې ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هوکړه کړې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې په ياده شمېره کې به آلمان ۲۵ زره، هالنډ ۳۱۵۹ او هسپانیه او فرانسه به ۲۵۰۰کسان ومني.

له دې وړاندې هم د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له اروپايي ټولنې غوښتي وو،چې په پنځو کلونو کې ۴۵ زره افغانان ومني، خو د اروپايي ټولنې د غړو هېوادونو له خوا ورسره مخالفت شوی و.

د راپورونو له مخې شاوخوا ۸۵ زره افغانان اروپايي ټولنې ته نږدې هېوادونو ته تللي دي.

تر دې مخکې د یادې ټولنې د مهاجرت ادارې ویلي وو،  چې د افغانانو د پناه غوښتنې په سلوکې ۷۲ سلنه زیاتې شوي دي.

اروپايي هېوادونو کې د افغانانو د پناه غوښتنې لړۍ وروسته له هغې زیاته شوه، چې په افغانستان کې د تالبانو حکومت واک ترلاسه کړه او په زیات شمېر افغانان له هېواده ووتل او ګڼ نور هم د وتلو لارې پلټي.

عام افغانان د تالبانو په شتون کې د خپل هېواد راتلونکی له سختيو او کړاوونو ډک بولي.

دوی وایي سر له اوسه بېکاري اوج ته رسېدلې او د خوراکي او سون توکو بیې آسمان ته ختلې، چې ډېری کورنۍ له لوږې سره مخامخ دي.

د یادونې ده، چې وړمه ورځ د بحران نړیوالې ډلې هم په یوه خبرپاڼه کې د افغانانو پر وضعيت اندېښنه ښودلې وه.

یادې ډلې ویلي وو، چې په افغانستان کې د اوسني روان  بشري ناورین او سوړ ژمي له کبله ښايي تر يو مليون افغانان د مرګ له ګواښ سره مخ شي.

سرچینې ويلي وو، چې د دې بشري ناورین زیان به تر تېر شل کلنې جګړې هم زیات وي.

Comments are closed.