The news is by your side.

د پاکستاني تالبانو او پاکستاني حکومت د جګړې بيا پيل

خبریال وېب پاڼه : د پاکستاني تالبانو تحریک يا ټي ټي پي د پاکستان له حکومت سره یو میاشتنی اوربند پای ته ورسوه.

ټي ټي پي د افغان تالبانو په منځګړتوب د پاکستان له حکومت سره په مشروط ډول یو میاشتنی اوربند اعلان کړی و.

دوی وایي، چې د پاکستان حکومت د بندیانو د خلاصون په ګډون د اوربند د هوکړې له شرطونو سرغړونه کړې ده.

د پاکستاني تالبانو تحریک اسلام اباد د اوربند له هوکړې په سرغړونې تورن کړ او ويلي يې دي، چې حکومت له ژمنې سره سره تر ۱۰۰ ډېر بندیان خوشې نه کړل او د خبرو اترو لپاره یې خپل پلاوی هم ونه ټاکه.

ټي تي پي دا هم ویلي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو د اوربند په موده کې د  دوی پر ضد بریدونه کړي دي.

سرچينې دغه راز زیاته کړې، چې دوی پاکستان کې هم د افغانستان په څېر اسلامي حکومت غواړي او د دې لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.

دوی وایي، پاکستانی حکومت به کرار کېناستو او دغه راز د آرام ساه اخیستو ته پرېنږدي.

ټي ټي پي دا اعلان وروسته له دې وکړ، چې پاکستاني چارواکو وویل دوی د اوربند د هوکړې پر اساس تر ۱۰۰ ډېر پاکستاني تالبان خوشې کړي دي.

Comments are closed.