The news is by your side.

د بېګ باش په ۷مه لوبه کې د قیس لوبډلې بریا خپله کړه

خبریال وېبپاڼه: د آسټراليا په سوداګریز لیګ بېګ باش په اوومه لوبه کې د ملبورن سټارز او سېدني ټنډر لوبډلو لوبه ترسره کړه.

سېدني تندرز د لوبې پچه وګټله او سټارز لوبډلې ته یې د توپوهنې بلنه ورکړه.

میلبورن سټارز لوبډلې په ټاکل شلو اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو ۱۶۵ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته یې د ۱۶۶ منډو هدف ورکړ.

د تندرز لپاره نېک لارکين ۵۲ او کارت رایټ ۴۲ تر نورو زیاتې منډې وکړې.

د سېدني تندرز لوبډلې لپاره په توپ اچونه کې تنویر سینګا په زړه پورې توپ اچونه وکړه.

نوموړي د خپلې لوبډلې په ګټه  ۲ لوبغاړي وسوځول.

سېدني تندرز د ۱۶۶ منډو هدف پوره نشو کړای او د څلورو لوبغاړو په سوځېدو یې یواځې ۱۶۱ منډې جوړې کړې او لوبه يې د څلورو منډو په توپير وبایلله.

تندرز لپاره متیوکیګس ۵۶ او سام بلېنګس ۴۳ تر نورو لوبغاړو زیاتې منډې وکړې.

بل لورته بیا د سټارز لپاره کولتر نیل ۲، قیس احمد، ادم ذمپا او بروډي کوچ  یو یو لوبغاړي وسوځول.

د یادونې ده، چې په یاد لیګ کې د پنج شنبې په لوبه کې د راشدخان اړوند لوبډلې د محمد نبي عیسی خېل اړوند لوبډلې ته ماته ورکړه.

په یاد لیګ کې محمد نبي، راشدخان، ظاهرخان او مجیب ځدران لوبېږي.

Comments are closed.