The news is by your side.

افغان هندوان او سکهان له خپلو لرغونو آثارو سره هند ته ورسېدل

خبریال وېبپاڼه: هندي رسنۍ وایي، چې هندي حکومت له سلو ډېر هندوان او سکهان له افغانستان ايستلي دي.

هندوستان ټایمز ورځپاڼې په يوه راپور کې ویلي، چې د افغان هندوانو او سکهانو یوه ۱۱۰ کسیزه ډله نن په یوه چارټر الوتکه کې ډهلي ته ورسېده.

د راپورونو له مخې، په دې الوتکه کې د افغانستان له تاریخي ګوردوارو او د هندوانو د مذهبي اثارو د رامانایا، مهاب هارت او بهګاواد ګیتا په ګډون د لرغونو اثارو درې برخې هم په دې الوتکه کې له کابل څخه هند ته وړل شوي دي.

د یادونې ده، چې له تیرې اګست میاشتې راهیسې په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو وروسته د هند حکومت ۵۶۵ هندوان او سکهان خپل هېواد ته لیږدولي دي.

دا هندوان په تېر حکومت کې د نا امنیو له امله هند ته کډه شوي وو، خو یو شمېر کورنۍ یې بېره افغانستان ته راغلې او دلته خپلو ځایونو کې مېشت شول.

خو د بیا ځل لپاره د تالبانو د حکومت په راتلو دوی افغان خاوره پرېښوده او له خپلو لرغونو آثارو سره هند ته لاړل.

د تالبانو د حکومت په راتګ سره افغانستان کې عام ولس له نامعلوم برخلیک سره مخ دی او په زیات شمېر يې هڅه کوي، چې په يوه نه يو ډول بهرنیو هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اروپايي ټولنې  د کورنیو چارو کمیشنرې یلوا یوهانسن د دې ټولنې د کورنیو چارو او عدلیې وزیرانو تر غونډې وروسته په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې دوی به تر ۴۰ زره افغانانو ته پنا ورکوي.

په دې کنفرانس کې د یادې ټولنې د ۱۵ غړو هېوادونو د ۴۰ زره افغان کډوالو د منلو هوکړه کړې ده.

د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې په ياده شمېره کې به آلمان ۲۵ زره، هالنډ ۳۱۵۹ او هسپانیه او فرانسه به ۲۵۰۰کسان ومني.

Comments are closed.