کابل کې دوو چاودنو دوه عام وګړي شهیدان کړل
خبريال وېب پاڼه: په کابل کې نن له غرمې وروسته دوو پرلپسې چاودنو دوه تنه عام وګړي شهیدان کړل او څلور تنه نور يې ټپيان کړل.
د کورنیو چارو وزارت ویاند س، عيد خوستی وایي، چې لومړۍ چاودنه په دشت برچي سیمه کې پر یو ټونس موټر وشوه.
نوموړی وایي، په دې پېښه کې دوه عام وګړي شهیدان شول او درې نور ټپيان شول.
خوستی زیاتوي، دغه راز په یاده سیمه کې د دوهمې چاودنې له امله هم يوه ښځه ټپي شوې ده.
تر اوسه د یادو چاودنو مسوولیت چا په غاړه نه دی اخيستی، خو له دې وړاندې د يو شمېر پېښو مسوولیت داعش ډلې منلی وو.
افغانستان کې د تالبانو د حکومت له واکمنېدو وروسته خلکو هیله درلوده، چې بیا به عام ولس د بمي چاودنو شاهدان نه وي، خو برعکس د دوی په راتګ سره هم د هېواد په ولایتونو کې هدفي وژنې او بمي چاودنې بندې نه شوې او ورځ تر بلې زیاتېږي.
عام ولس هیله من دی، چې د تالبانو حکومت به د هدفي وژنو مخه نیسي او عاملینو ته به یې سخته سزا ورکوي.
Comments are closed.