عبدالعظیم بدخشي نن شپه له برازیلي سیال سره لوبېږي

خبریال وېب پاڼه: افغان فري فایټر عبدالعظیم بدخشي، نن شپه له خپل برازیلي سیال سره د مقابلې ډګر ته ښکته کېږي.

عبدالعظیم بدخشي څه موده وړاندې هند هېواد ته د دې سیالۍ لپاره تللی دی  او نن شپه به له خپل سیال ګورېلا سره لوبېږي.

ګورېلا ۳۲ کلن دی او په ۱۶سیالیو کې یې اته بایللي دي، خو عبدالعظیم بدخشي  بیا ۲۴ کلن دی او تر اوسه يې ۱۱سیالۍ کړي، چې په درې سیالیو کې یې ماتې خوړلې ده.

عبدالعظیم بدخشي څو ورځې وړاندې پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي وو، چې یادې سیالۍ لپاره یې بشپړ چمتوالی نیول او تمه لري، چې بریا به خپله کړي.

نوموړي پر هېوادوالو غږ کړی، چې د بریا لپاره ورته دعاوې وکړي.

د عبدالعظیم بدخشي مینه وال هم له تېرو دوو اونیو راهیسې د ده د بریا لپاره دعاوې کوي او په ټولنیزو رسنیو کې یې د هغه د بریا لپار دعاوې کړې دي.

ښايي دا مو هم خوښ شي

This website uses cookies to improve your experience. We'll assume you're ok with this, but you can opt-out if you wish. Accept Read More

instagram volgers kopen volgers kopen buy windows 10 pro buy windows 11 pro