The news is by your side.

تالبان د سیاسي مشورو لپاره د دیني علماوو غونډه رابولي، خو ښځې به پکې نه وي

خبریال وېب پاڼه:  د تالبانو د حکومت ویاند ذ مجاهد وایي، چې دوی د سیاسي سلا مشورو لپاره د دیني عالمانو غونډه جوړوي.

ذ، مجاهد وایي چې دا شورا به د نورو موضوعاتو ترڅنګ د اسلام له نظره ښځو ته په حکومت کې د حقونو د ورکړې په باره کې له حکومت سره خپل نظر شریکوي.

نوموړی دغه راز وایي، چې په دې شورا کې به دیني عالمان وي، خو ښځې به نه وي، خو هغه ښځې چې په شریعت کې معلومات لري او پوهیږي له هغوی سره به سلا مشورې وشي.

هغه د علماوو شورا د جوړېدو د وخت په اړه ځانګړی وخت ونه ښوده او په خپلو خبرو کې یې دا هم څرګنده نه کړه، چې په دې شورا کې به د برخه والو شمېر څومره وي.

وروسته تردې، چې تالبانو د اګسټ په پنځلسمه نېټه کابل ونیو، د نړیوالو له لوري پر دوی فشارونه په زیاتېدو دي، چې بشري حقونه په تېره بیا د ښځو حقونه رعایت کړي.

بل لورته بیا افغان مېرمنې په دې شورا کې د ښځو د ګډون غوښتنه کوي.

دوی وایي، ګڼې افغان مېرمنې شته چې ښې زده کړې يې کړي او په دیني او سیاسي برخه کې د غوره مشورو ورکولو توان لري.

افغان مېرمنې وایي، که د دینې علماوو د شورا په غونډه کې مېرمنې بیا لرې پاتې شي او حقونو ته يې پام ونشي نو دا د دوی د حق پر وړاندې ظلم او تېری وي.

اوس وبه لیدل شي، چې د دیني علماوو د دې شورا غونډه به څومره مېرمنو ته حقونه ورکړي دا به  وخت ثابته کړي، خو د تالبانو له راتګ وروسته په افغانستان کې پر ښځو ډېر زیات محدودیتونه لګېدلي، چې په زیات شمېر ادارو کې پر دوی د کار د بندیز ترڅنګ د دوی پرمخ د ښوونځیو دروازې هم تړلې دي.

Comments are closed.