پټان فلم؛ په فلمي نړۍ کې د شاه رخ خان شهکار
خبریال وېبپاڼه: له شاوخوا څلو کاله ځنډ وروسته د هندي سینما« بالیووډ» وتلي لوبغاړي شاه رخ خان د « پټان» په نوم یو فلم نندارې ته وړاندې کړ، چې د فلمي نړۍ د ګڼ شمېر مینه والو له هرکلي سره مخ شو.
د فلمي نړۍ یو شمېر مینه والو خبریال وېبپاڼې سره خبرو کې وايي، د پټان فلم کیسه تر هغې څو چنده جالبه ده چې په تریلر کې ښودل کېده.
دوی وايي، په دې فلم کې داسې صحنې دي چې د دوی له تصور پورته جوړې شوي.
دا فلم نن د هند په ۵ زره او د نورې نړۍ په ۴ زره سینماګانو کې نندارې ته کېښودل شو او په هند کې هغه سینماګانې هم ورته خلاصې شوې چې له تېرو څلورو کلونو راهیسې د کرونا له کبله تړل شوې وې.
شاه رخ خان له شاوخوا څلورو کلونو وروسته د فلم نړۍ ته را وګرځېد؛ خو دا فلم یې د نورو څو فلمونو څخه په توپیر د ګڼو خلکو پام ځانته اړولی.
د خبریال ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، په دې فلم ۲۵۰ کروړه هندۍ کالدارې لګښت راغلی.
که څه هم یو شمېر مذهبي خلکو د دغه فلم مخالفت کړی او ویلي یې دي چې دوی مذهبي « زعفراني» رنګ ته په کې سپکاوی شوی؛ خو بیا هم دا فلم د ګڼو کتوونکو له هرکلي سره مخ دی.
د بالیووډ د سینما وتلی دا ۵۷ کلن ستوری شاه رخ تر دې وړاندې له سختو ننګونو سره هم مخ شو.
د سینما نړۍ یې ته د څو فلمونو وړاندې کول د تمې خلاف د خلکو خوښ نه شول او دغه راز یې پر زوی هم د دولت له لوري د نشهيي توکو د ساتلو تورونه پورې شول؛ خو بیا هم د نوموړي نوی پټان فلم نه یوازې په هند؛ بلکې په یو شمېر نورو هېوادونو کې هم د خلکو له پراخ هر کلي سره مخ کړی.
د یادونې وړده چې پټان یو جنایي جاسوسي فلم دی.
Comments are closed.