The news is by your side.

امریکا: تالېبان دې له افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړي

خبریال وېبپاڼه: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي، تالېبانو په افغانستان کې پر نجونو زده کړې بندې کړې چې دا کار یې د خپلو ژمنو خلاف عمل دی.
د یاد وزارت ویاند نېډپرایس نن پرخپله ټوېټرپاڼه لیکلي، تالېبانو ته په کار ده چې له افغانانو سره کړې ژمنې عملي کړي.
پرایس لیکلي، دوی په افغانستان کې له زده کړو څخه د نجونو محرومول په کلکو ټکو غندي او له تالېبانو غواړي چې افغان نجونې له زده کړې محرومي نه کړي.
نوموړی یادې څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تېره ورځ د افغانستان لپاره دامریکا شارژدافیرې کرن ډېکر هم پرخپله ټوېټرپاڼه د نجونو پرمخ د زده کړو پر پرانېستو ټینګار کړی وو.
دا په داسې حال کې ده چې نن په بشري چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال مارټین ګریفټس د تالبېانو د کورنیو چارو له وزیر سره په لیدنه کې د نجونو پر زده کړو او د مېرمنو پر کار د بندیز لرې کېدو غوښتنه کړې وه.
د خبریال ویبپاڼې د معلوماتو له مخې، د تالېبانو د کورنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې ویلي چې د نجونو د زده کړو په اړه د نظر یو لړ اختلافات موجود دي.
که څه هم امریکا تر دې وړاندې هم تالېبانو ته ویلي چې په خپلو ژمنو ودریږي، خو لیدل کېږي چې لاهم تالېبان د دوحې تړون نقض کوي.
د خبریال ویبپاڼې د راپور پر اساس په افغانستان کې له ۵۰۰ ډېرې ورځې وشوې چې د نجونو پر وړاندې ښوونځي تړلي، چې دې چارې ګڼ شمېر نجونې له سختو ستونزو سره مخ کړې دي.

Comments are closed.